افغانستاني خره (رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23844

دخبریدو نیټه : 2009-02-23

 

افغانستاني خره (Afghanistani´s donkies) 


نجیب زاخېلوال / مالمو، سويډن


وايي يو وخت يو جاپانی لوړ پوړی چارواکی دپاکستان په دوره وو. نو ددورې په اخ ه ورځ يې دپاکستاني چارواکو وغوښتل چې بایديو خر پاکستان ته وروليږي، ترڅو دجاپان خلک او ماشومان د خره په ېدوهم دپاکستان سره اوهم د خره سره اشنا شي.


هسې خو ټول ځناور دژوند په هره برخه کې خپل، خپل ځای لري. خو خردورځنېو چارواوکارونودسرته رسولو داهمیت سربېره د هغه نوم هم ډېر مهم دې .کله ناکله  په ښوونځیو ښونکي يو نيم زده کونکی ته د خره! په نامه غږ کوي، اوپه کورني ژوند کې هم دا يو زیات استماليدونکی نوم دی٠ د بېلګې په ډول زياتره پلاران خپل زامن د خره زویه په نوم بولي٠ داخو نن سبا وړې خبرې دي او د خره په شان کې ګوستاخي ده٠ ځکه چې دخرمقام ډېر لوړ شوې. او د تاريخ یوه برخه ګرځېدلی ده٠ او په سياسي میدان کې يوه وتلې څېره ده٠ يانې دنړۍ د زبرځواک (امریکا) ددیموکرات ګوند انتخابي نښه هم خر دی٠

موږ خو پخپل وطن کې دومره خره لرو چې ددې اړتیا نشته چې د پاکستان څخه خرراغواړواوبيا يې په  ژوبڼکې وتړو تر څودهغې پواسطه هم دپاکستان پېژندګلوي وشي، اوهم موږخر وپېژنو.


خو! موږ نه خره هاغسې پېژنو او نه يې قدر کوو لکه په نوره نړۍ کې. تاسې وګورۍ په پاکستان کې د خرو در زیات دی د نړۍ ستر دولتونه يې د تخفې په ډول غواړي او همدراز دهمدې خرو له برکته ورته امريکا هم څه نشي ویلي٠


خېر موږ هم ملامته نه يو ځکه چې زموږ خره دپاکستاني خرو سره زيات توپير لري، پاکستاني خره کارزيات کوي، خوراک کم ، هنګيږي کم، لغتې کمې وهي، او هيڅکله د خاوند سره ضد نه کوي او تل ورته غوږ وي،


مګر افغانستاني او افغاني خره توبه خداي!!!


لا يو بار وړی نه وي بيا به دومره هنګيدل او چېغې وهل پیل کړي او دنيا په سر واخلي چې دځان پورې به دې حیران کړي. صولی يې وږې ده، .......


يوورځ مې واوریدل چې يو افغانستاني خر دترکې په بازار کې خرڅلاوته وړاندې شوې وو، اوخر خپل هویت ترکي ښودلی وو،تر څو يې سودا په لوړه بیه اوژروشي.


ما ته مې یو ملګري د هویت پدې خبره ګېله وکړه، خدای شته ما ورته هيڅ ځواب ورنکړاو چوپ ووم. ځکه زه خپل ملګ ي ته په زړه کې ښه غصه وم چې دېته اوزګارخېل وايي دا ايله بيله د خره دهویت پسې ګرځي.


تکه توره بلا ورپسې پدې خروموږ کوم ښاد شوي يو چې ترکان به پرې ښاد شي٠ ورځې تېرېدې خبرشوم چې ترکانو دهغه خره هویت ونه مانه اوپه ځواب کې يې ورته ويلي وو: چې دا خرترکی نه دی ځکه اول خوموږخره نه لرواوکوم يونيم چې لروهغه هم اوس  اصیل اواهلي وی دی او بل داچې ددې خره حرکات او سکنات هم ترکی خرو ته نه پاتې کیږي٠