په میدان وردګو کې غداې مرسته (رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23854

دخبریدو نیټه : 0000-00-00

رپوټ: آدم خان سیرت

دميدان وردګ ولايت دن خ په ولسوالۍ كې په اړه او متضررو كورنيوباندې يوسلوشپږاتيا ټنه غنم ووېشل شول
دليندۍ ۵ مه
دميدان وردګ و ايت دنرخ ولسوالۍ په (۳۷۰۰) اړو او متضررو كورنيو باندې (۱۸۶) ټنه غنم او همدارنګه د پوهنې  په سلو استادانو باندې ډول ډول مرستې ووېشل شوي
دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايي ولسواليو ته دسفرونو په لړۍ كې نن د و ايت د مقام  دټولو ريسانو سره په ګډون نرخ ولسوالۍ ته سفروكړو چې لومړى د ولايت ادارې غونډه په نوموړى و سوالۍ كې جوړه ورپسې دخلكو ستونزې او شكايتونه واوريدل شول  وروسته د سيمه ييزې شورا و دنرخ ولسوالي څخه اغلو خلكو په غونډه كې  ښاغلي فدايي وينا وكړه او دخپلو سفرونو موخه يې د ښې چارواكۍ او ولسونو ته په حكتوم تدارۍ كې د ونډې وركولو په اړه د يوقدم ايښودل وګڼل ،ښاغلي فدايي په ولسونو غږ وكړو چې له موږ سره دامنيت په تام ين،بيارغاونه ا وښې چاواكۍ په اړه خپل نظرونه شريك كړۍ ترڅو د ولس په غوښتنه خلكو ته بنسټېيز خدمتونه وړاندې كړو همدارنګه ښاغلي والي د ټولو دولتي كسانو ته په ډاګه كړه چې تاسو د مركزي دولت د سفيرانو حيثيت لري ستاسو ښه اوبد د يونظام تصوير خلكو ته ورښايي او بايد په خپلو كارونو كې دشفافيت  او عدالت  څخه كار واخلئ، و پسې دولايتي شورا ريس حضرت محمد جانان د ولسونو په استازيتوب د ښاغلي والي څخه مننه وكړه چې په ريښتنې ډول يې دميدان وردګ ولسونو ته په كارونو كې د ونډې زمينه برابره كړې ده چې اوس د اولسونو پورې اړه لري چې دغه چانس څخه څ رنګه ګټه اخلي.
وروسته(۱۸۶)ټنه غنم چې د بيړنيو مرستو كميټولخوا دې ولسوالۍ ته ونډه وركړل شوې وه  په درې ز ه اوو سوو كورنيو باندې د ښاغلي فدايي لخوا ووېشل شول او همدارنګه يوشمېر نور مرستندويه مواد لكه كمپلي، چاى ترموزونه،جنمازونه ، دلوبو سامانونه د ښاغلي والي لخوا دپوهنې په استادانو او مشرانو ووېشل