د افغان ملت ګوند مشر انور الحق احدي سره ځانګړي مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23866

دخبریدو نیټه : 2009-02-24

مرکه

د افغان ملت ګوند م ر ډاکټر انوارالحق احدي وايي چې د ولسمشرۍ په  راتلونکيو ټاکنو کې به دده تر ټولو ستر سيال حامدکرزى  وي او که هغه د ځان په ګته له دولتي امکاناتو کار وانه خلي، نو دده بريا حتمي ده . 

 داپه داسې حال کې ده ، چې ولمسشر حامد کرزي تراوسه د ولسمشرۍ د راتلونکي کال د ټولتاکنو لپاره د خپل ځان دکانديدو په اړه په نېغه څه نه دي ويلي،خو له څرګندونو يې داسې ښکاري ، چې هغه به يو له کانديدانو څخه وي . 

 د ماليې پخواني وزير احدي ، چې د سلواغې په ٢٤ مه يې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې ، د سلواغې په ١٥مه ، اع ان وکړ چې د راتلونکيو ټولټاکنو لپاره ځان کانديدوي او د همدې مياشتې په ١٧مه يې له همدې امله د ماليې له وزارت څخه استعفى ورکړه. 

ده زياته کړه : ((  دولسمشرۍ په سياليو کې زما يواځينۍ ستونزه له حامدکرزي سره ده، په دې مانا چې ددولت له بوديجې، چارواکيو،دولتي امکاناتو او د ټولټاکنو له  خپلواک کمېسيون څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي .))

هغه په داسې حال کې چې ويل يې  دی نه يواځې د خپل  ګوند لخوا ، بلکې يو ملي کانديد دی ، وويل  چې دى به وروسته له هغه چې نورو کسانو هم ځانونه کانديد کړل، د کانديدانو لخوا له دولتي امکاناتو څخه د ګټې اخيستو په اړه به له  کانديدانو  سره خبرې وکړي .

نوموړی وايی چې تراوسه يوشمير جهادي قوم اندانانو،سياسی چارواکيو او د بېلابېلو قومونو استازيو ورسره اړيکې نيولې دي او ورڅخه ملاتړ يې کړى دى . 

احدي زياته کړه : (( زه په بشپړ عدالت او انصاف باور لرم ، له همدې امله مې ځان ولسمشرۍ ته کانديداو  بريا يتوب  به زما په برخه وي .))

 ده د تېرو نږدې اتو کلونو لپاره  د هېواد د زعيم په توګه د ولسمشر ک زي  پاتې کېدل  د هغه لپاره  يو لوى وياړه وباله، خو زياته يې کړه : (( زما په آند نور بايد حامد کرزى دا دروند پېټې د بل چا پر اوږو واچوي.))

نوموړي دکرزي په مشرۍ تېره اووکلنه دوره تريوه بريده بريالۍ وبلله او ويې ويل چې دبانکدارۍ،ماليې،پوهنې،لوړو زده کړو،روغتيا او فوايدعامې په برخو کې ډير بدلونونه راغلي دي .

 خو هغه  دکرزي د ولسمشرۍ د دورې وروستي دوه کلونه د امنيت او حکومتدارۍ  په برخه کې له ستونزو ډک وب ل او ويې ويل چې کرزي د ځينې حکومتي څوکيو لپاره وړ کسان نه دي ګومارلي .

نوموړي ياده شوې  موضوع ډېره واضح نه کړه او ويې ويل چې دکسانو په ټاکلو کې ده هم کرزي ته  ځينې مشورې ورکړې دي.

هغه په دې اړه چې کرزي دده مشورې منلي دي او که څنګه؟ وويل : ((  وروستۍ پريکړه په خپله ولسمشر کوي اود خپلې خوښې کار ترسره کوي. ))

احدي وايي چې دى د افغانستان د بحران لپاره يوه ليدلورى لرى، چې په پلي کولو سره به يې افغانستان له اوسني بح ران څخه ووځي ، خو زياته يې کړه چې په دې اړه به څو ورځې وروسته د افغانستان خلکو ته معلومات ورکړي . 

هغه په خپلو خبرو کې دامنيت ستونزې ته اشاره وکړه او زياته يې کړه چې امنيتي ستونزې  يا د دولت وسلوال مخالفين  او ياهم جنايتکاران خرابوي .

نوموړي وويل چې جنايتکاران او غله بايد د حکومت لخوا له منځه يوړل شي، خو ه مخالفينو سره بايد   خبرې وشي ،تر څو د ستونزو حل لارې ولټول شي او امنيت ټينګ شي . 

هغه زياته کړه :((  زه دهغو سياسي ډولو طرفدار يم چې په مسالمت اميز ډول د خپل سياسي فعاليت پرمخه بيول غواړي، خو هېڅکله به هغه ډلې ونشم زغملی، چی د زور او ټوپک له لارې قدرت ته رسېدل غواړي .))

  احدي د کومې ډلې نوم وانه خيست، خو ويې ويل چې دى له ټولو سياسي ډلو سره خبرو اترو ته تيار دى.

٥٨ کلن احدي، د اقتصاد او سياسي ع ومو په برخه کې   د بيروت له امريکايي پوهنتون څخه د ليسانس او ماسټرۍ، په مالي چارو او اداره کې د نارت ويسترن پوهنتون د  مافوق ليسانس د مطالعاتو له پوهنځي څخه ماستري او له همدې پوهنتون څخه په سياسي علومو کې دوکتورا ترلاسه کړې ده .

نوموړى له ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠٠٤ ميلادي کال پورې د افغانستان د بانک د عموي رييس او ه هغه وروسته يې د ماليې  د وزير په توګه دنده ترسره کوله .

 

 تر اوسه پخوانى لوى څارنوال عبدالجبار ثابت ، د اطلاعاتو او کولتور وزير مشارو  ډاکټر محمدحليم تنوير ، د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست او يو شمېر نورو کسانو  ويلي چې  د ولسمشرۍ راتلونکيو  ټولټاکنو کې به خپل ځانونه کانديد کړي 

د ټاکنو د قانون له مخې ، له ټاکنو ٧٥ ورځې مخکې بايد خلک په رسمي توګه ولسمشرۍ ته ځانونه کانديد کړي .

دټاکنو خپلواک کمېسيون څو ورځې وړاندې دولسمشرۍ دټاکنو نېټه د۱۳۸۸ کال دزمري ۲۹مه،اعلان کړه،چې له مخې يې د واکمنۍ شاوخوا درې مياشتې تشه رامنځته کيږی .

داساسی قانون د۶۱مې مادې له مخې ،دجمهوري رياست دوره پنځه کا ه وروسته دغبرګولي په لومړۍ پای ته  رسيږي.

دهمدې مادې له مخې، دنوي رييس جمهور لپاره انتخابات بايد ه دغې نېټې څخه له  ۳۰ څخه تر۶۰ ورځو وړاندې ترسره شي.