د سلم ډاگ ملیونر په نوم فلم په امریکا کی د تر ټولو غوره او د کال د بهترین فلم جایزه وگټله. نه یوازی دا بلکه دغه فلم د بهترین دایرکتر تر څنگ اوه نورې مهمې جایزې هم وگټلې. د کال بهترینې فلمي جایزې پرون شپه د خاصؤ مراسمو په ترڅ کې گټونکو ته وویشل شوې.
د کال تر ټولو غوره سینمایی لوبغاړی شان پن ونومول شو چې د میلک یا شودو په نوم ډیر په زړه پورې فلم کی یی کار کړی و.
ددې تر څنگ د رییدر په نوم د بل فلم لوبغاړې کېت ونسلت د ښځو تر منځ لومړی مقام او دا لوی ویاړ د ځان کړ.
په بهرنیو فلمونو کی د کلاسیکې موسیقۍ یوه هنرمند په اړه جاپاني فلم تر ټولو نورو مخې ته شو.
د سلم داگ ملیونر په فلم کی د لوبغاړو ماشومانو او په عمومي توگه ټولو هندوستانیانو هم نن په ډیر ویاړ ددې بري خوشحالئ ونمانځلې.
دا د آسکر د جایزو یو اتیایمه غونډه وه چې د لاس انجلس په ښار کې د جایزو په ویشلو د
شاندارو مراسمو په ترڅ کې جوړه شوې