په كابل كې د ماشوم د ادبياتو په ب
خه كې د مصور په نوم د خپرندوى بنسټ مسوولين په تصويري رسنيو دا نيوكه كوي چې د ماشومانو لپاره خپرونې نه لري
او كه لري هم نو د كيقيت كچه يې ډيره ټيټه ده .
د مصور خپرندوى بنسټ رئيس ليكوال او شاعر علم ګل سحر د دغه
بنسټ د كره كتنې په دوهمې غونډه كې چې د تيرې يكشنبې په ورځ د سلواغې د مياشتې په ۲۷ نيټه په كابل كې په ميديوتيك
دفتر كې جوړه شوه همدې ټكي ته په پام سره دغه خپرونې په دوه برخو وويشلي :
( په تلويزيړن كې د ماشوم خپ
ونې او پښتو خپرونې دوه ډوله ارزولى شو ، يو دادى چې نشته او بل دا دى كه شته هم تقريباً د ماشوم لپاره نه دي ،
يايې كيفيت دومره ټيټ دى چې سړى تمه ځيني نشي كولاى چې د ماشوم لپاره به ګټه ولري )
افغان ليكوال انور وفا
سمندر په تصويري رسنيو كې د ماشوم لپاره د يوې توليدي او خپرنيزې ستراتيژۍ د جوړولو د لومړيتوبونو په اړه و ويل
چې بايد د ماشوم زاتي وړتياوې په پام كې ونيول شي :
( زه فكر كوم هغه څه چې كيدلاى شي په تلويزيوني رسنۍ كې د م
اشوم لپاره د يوې توليدي او خپرنيزې ستراتيژۍ بنسټونه اووسي هغه دا دې چې په لومړي ګام كې د ماشوم زاتي وړتياوې
بايد په پام كې ونيسي .
زمونږ ماشوم بيايد په دقيقه توګه تعريف شي ، هغه څوك چې په رسني توليد باندې لاس پورې
كوي هغه سره بايد دا پوهه وي چې زمونږ ماشوم په څه ډول يو فكري ، ذهني ، رواني ، عاطفي او فيزيكي ماهول كې را لوى
شوى ، څه ډول ذهني ځيرمې له ځان سره لري او څه كيدلاى شي .بل د دوى د وړتياوو او اړتياوو له درك څخه ورسته كيدلاى
شي چې د دې لپاره ظف غوره او شرايط ورته برابر شي )
ليكوال او شاعر نجيب الله منلى بيا د ماشومانو لپاره د
داسې خپرونو د جوړولو وړانديز كوي چې هغه ماشومانو ته د فكر كولو او منلو وړ وي .
( هغه پروګرامونه چې م
ونږ يې جوړو كه د كتاب په شكل وي كه د فلم په شكل وي ، كه د كارتونې فلم په شكل وي ، شعر وي يا هر بل شى ، زه بايد م
اشوم ته داسې يوه فظا ايجاد كړم چې هغه په كې يو نا اشنا شى وګوري ، او دغه نا اشنا شى هغه يا دى ته وهڅوي چې پې
وخاندي او يايې هم دې ته وهڅوي چې پې فكر وكړي ، هغې ته تغير وركړي ، هغه بدل كړي بلې خوا ته يې وګرځوي او يا داسې شى
وي چې هغه يې ومني ، نو دغه ټولې لارې زمونږ پر مخ خلاصې او بايد ورنه استفاده وشي .
كه څه په افغانستان كې د
تصويري رسنيو يا تلويزيونونو شمير له لسو اوښتى دى خو د ماشومانو لپاره په دغو تلويزيونونوكې يا خپرونې نشته
او يا كه شته هم د ماشوم د فكر او چاپيريال په اړه يو بشپړ او روښانه تصوير نه شي وړاندې كولاى .
د مصور خپ
ندوى بنسټ له خوا په دې ورستيو كې د ماشوم د ادبياتو په اړه د جوړ شوي سيمينار په پريكړه ليك كې هم دې موضوع ته
پام اړول شوى او په تصويري رسنيو غږ شوى چې د ماشومانولپاره دې روزنيزې ، معلوماتي او بوختونكې خپرونې جوړې او
په مناسب وخت يعنې د شپې په لومړي سر كې دې خپرې كړي .
د ماشوم د ادبياتو په برخه كې د مصور خپرندوى بنسټ د كره
كتنې په دوهمه غونډه كې د موږګ لپاره يو كور كتاب چې سولې نيازى پښتو ته را اړوى هم وكتل شو ، د كره كتنې په برخه
كې افغان ليكوالو ، ارش ننګيال ، سيد جيلاني جلان ، محمد صابر بې ريا ، محبوب الله محبوپ او ابراهيم هوتك او يو
شمير نور ليكوالو برخه واخيسته .
او پريكړه وشوه چې د مصور خپرندوى بنسټ په دريمه غونډه كې چې په كب مياشتې كې
به جوړه شي د ماشومنو لپاره پر يو كتاب له كره كتنې سر بيره د ماشومانو لپاره دې د شعر ليكلو په ځانګړنه هم خبرې
وشي .