خوست کې دخبریالانو دهمغږۍ مرکزپرانیستل شو(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24018

دخبریدو نیټه : 2009-03-03

رالیږونکی  : بهادر متون

د خوست په مرکز کې  د ژورنالستانو د همغږۍ او همکارۍ په موخه،د همدې ولايت په نوم ميډيا سنټر پرانېستل شو . 

په خوست ميډيا سنټر کې به ژورنالستان له يو بل سره کاري تجربې شريکوي او هم به مسلکي روزنې ورکول کېږ ي .

   د خوست ميډيا سنټر يوه موخه دا ده، چې له بېلابېلو سرچينو خبرونه راټول او بيا يې په خپل وخت د رسنيو استازيو ته وركړي .

 په خوست كې د ژورنالستانو اتحاديې مشر محمدغفور مهيدي، ددغه مرکز پرانېسته مهمه وبلله او ويې   ويل : (( د دغه مركز له جوړيدو سره  به له يوې خوا سرچينو ته ژورنالستان په اسانه اسرسى و مومومي او له بلې خوا به مسلکي شي . ))

سرچينې به له دغه مرکز سره د پېښو په اړه معلومات شريکوي او بيا به  ژورنالستان  له دغو معلوماتو څخه په خپلو ګزارشونو  کې ګټه اخلي . 

 په خوست كې د ځوان غږ راډيو خبريال فاروق جان وويل  چې دلته خبريالان  د معلوماتو د ترلاسه کولو پر مهال له ستونزو سره مخ دي  او دا ځکه چې منابعو ته لاسرسى ستونزمن دى .

 ده وويل چې د خوست ميډيا سنټر له جوړيدو سره به  دغه ستونزه هواره شي .

  خوست مېډيا سنټر له رسمي پرانېستې  وړاندې ځوانو ژورنالستانو ته د کم پيوټر په برخه کې  روزنه ورکړې اوهم يې  د بيات بنياد او ځايي سوداګرو په مرسته يو عامه كتابتون  د مينه والو پرمخ پرانېستى دى.

 د پژواک له  همکارانو په مننه