د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د رحمان بابا پر مزار برید محکوم کړ د یکشنبې په ورځ په کابل کې سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر" اسدالله خالد" په نوښت په جوړه شوي غونډه کې په پیښور کې د پښتو د ستر شاعر" رحمان بابا" پر مزار شوی چاودنه وغندل سوه.
غونډي ته د ولسمشر د سلاکارانو په ګډون د پارلمان ګڼ شمیر وکیلان او قومي مشران هم را بلل شوي ول.
په دغه غونډه کې ښاغلي" اسدالله خالد" په لومړي سر کې د ولسمشر"حامد کرزي" پیغام ولوست چې پکې د" رحمان بابا" پر مزار شوی برید په کلکو ټکو غندل شوی وو او د دغې زړه بګنونکي ا و خواشینونکي پیښي د عاملینو د نیولو غوښتنه شوي وه.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر" اسدالله خالد" په خپلو خبرو کې دغه بزدلانه او پښتنو ته سپکونکی عمل په کلکو الفاظو محکوم کړ او زیاته یې کړه چې رحمان بابا د پښتنو هغسې ویاړ دی چې تاریخ یې نوم نه شي هیرولای او د انساني اخلاقو دغې نړیوالې څیرې ته سپکاوی ټول انسانیت ته سپکاوی دی.
د "رحمان بابا" پر مقبره کې تیره اونۍ چاودنه وشوه چې د بابا د مزار ځیني برخې پکې ځیانمني شو
په هغېه غونډه کې چې نن د یکشنبې په ورځ په کابل کې د رحمان بابا په لیسې کې جوړه شوي وه پر ښاغلي خالد سربیره د ولسې جرګې وکیلانو هر یوه، نادرخان کټوازي، شکریې بارکزۍ، ملالۍ شینواري،عبدالخالق حسینی، داود ځاځي، فوزیې کوفي، هاشم فولاد، میر احمد جوینده، عارف نورزي او سناتور شیرمحمد اخنزاده هم ګډون کړی وو.
د وکیلانو له ډلي ځينو یې په خپل وار سره خبري وکړي او دغه عمل یې په شدیدو الفاظو محکوم کړ.
غونډې ته د ولسمشر فرهنګي سلاکار" زلمي هیوادمل"، ښاغلي صباون او د پوهني وزارت مرستیال" صدیق پتمن" هم ویناګاني وارولي.
دغو افغان چارواکو د رحمان بابا پر مزار باندي شوی برید ټولو پښتنو او ټولو سوله غوښتنکو ملتونو ته یو سپکاوی په ګوتو کړ او له اړوندو چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د دغې پیښې عاملین ژر تر ژره وپیژني او محکمې ته یې را کش کړي.
د غونډې په یوه برخه کې د وینا والو له ډلې یو هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی وزیر او پیاوړی شاعر" سلیمان لایق" وو.
ښاغلي لایق له پاکستان سره د افغانستان د مخ پر ښه کیدونکو اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه او له پاکستاني چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د همجوارۍ د ښو اړیکو د ساتلو لپاره په خپله خاوره کې د شته افغانانو او د هغوې د فرهنګې هستو ساتنه وکړي.
ښاغلي لایق هم په خپل وار سره دغه کار محکوم کړ.
په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي "اسدالله خالد" د غونډې په سلګونو تنو ګډون والو څخه مننه وکړه چې په دغو مراسمو کې یې په خپل ګډون سره یو ځل بیا وښوده چې ټول د ملي یووالي او ورولي په فضا کې غواړي چې خپل هیواد ته سم لوری ورکړي.
غونډه والو په پای کې یو پریکړه لیک هم صادر کړ چې پکې د دغې پیښې د عاملینو د نیولو د وړاندیز تر څنګ ځيني نوري غوښتني هم مطرح شوي وې.
د پښتنو د صوفي شاعر رحمان بابا په مقبره کې د وروستۍ چاودنې د غندني په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر" اسدالله خالد" په نوښت دغه جوړه شوې غونډه، په دې برخه کې د لرې او برې پښتنو خوا په کچه بي ساري لویه وه.