څوسياسي خبري او دافغانستان ودانول ( ٣٥مه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2427
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-03-29

ژباړه او غورچاڼ - ميرزاعلم حميدي - هالنډ

 

د پراختيا ستراتيژي

 

د افغانستان خلکو د تاریخ په اوږدوکې ډیره لږه موکې پیدا کړي ده چې د باندنیو ښکیلاکګرواودکورنیوجنګونو له منګولو خلاص او په سوله ییزه فضا کې د خپل ګران هیواد ړنګې ویجاړې اوارې کړي خو بیا هم له کورسوځوونکي جنګ سره په منګولو شوي دي، هر څه دجنګ لمبو تر ستوني تېر کړي دي اود افغانستان خلکو بیا  د خپل هیواد رغونه له سره پیل کړي ده. داځکه ویلی شو چې د افغانستان تاریخ د جنګ او بربادۍ تاریخ دی . چې دافغانستان خلکولاس ته راوړنې،دتاریخ په بیلو،بیلوپړاوونوکې ړنګونې اوپه کراتو،مراتوبیا،بیا رغونې دي .

داده اوس بیا چې د اوږدې جګړې له کبله د ګران هیواد ټولې مادي،معنوي او مدني سر چینې له منځه تللي دي، د افغانستان خلک مجبور دي چې بیا هر څه له سره پیل کړي  . له نیکه مرغه دا ځل داسې نړیوال شرایط رامنځ ته شوي دي چې نړیواله ټولنه زموږ په څنګ کې ولاړه ده. د افغانستان خلک باید په ډیره هوښیارۍ د ملي یووالي د ټېنګښت له لارې له دغه تاریخي موکې څخه د خپل هیواد د بیا رغونې، ودانولو او د راتلونکي پراختیا لپاره ګټه اوچته کړي . ددغه لوړو ملي لاس ته راوړنولپاره د افغانستان دولت بایددپرمختیا اوپراختیا لپاره  جوړه کړي ستراتیژي او هدفونه ولري . دغه د بیا رغونې، پرمختیا اود راتلونکي پراختیاجوړه کړي ستراتیژي بایدداسې وي چې دنظر ټکي او دنظر داسې بریدونه ولري چې د پېښو او شیانو تر منځ رښتیني اړیکي په ښه توګه پکې انځور او کړنلاره یې ښکاره وي . اوس نو د کارپوهانو کار دی چې د مالي، تخنیکي،فني، او علمي امکاناتو په نظر کې نیولو سره دغه اړینې چارې  پرمخ  بوځي .

کیدای شي چې دیوه نظر اوبیلګې په توګه ددغه ستراتیژۍ ځینې پړوکي یاد کړو: - د ازادې سوداګرۍ اودګرځندوی په هکله ښایې افغانستان د نړۍپر سر یوازینی  هیواد وي چې په طبیعي حالت پاتې  شوی دی . پداسې حال کې چې په ډیرو نورو هیوادونو کې د وسپنې او پولادو سړي خور مدنیت، کیمیاوي تربتوونکي او نور ډول، ډول د برېښنا، ګازو او تیلو صنایعوطبیعت داسې ړنګ ویجاړ او هوا ککړه کړي ده چې هېڅ هیواد به رک روغ پیدا نه کړای شې . دا ځکه د صناعتي نړۍ خلک د کوټه ژوند، کوټه تولید،د کوټه خوراکي موادو او له پلاسټکي خلطو دومره تر پزې راغلي دي چې په طبیعي ژوند پسې لیوني دي او داسې یوه لاس نه خوړلي ځای ته یې ورتګ یو له سترو او په زړه پورې  هیلو څخه دی؛ کوم چې افغانستان له دې پلوه په نړۍ کې یوازینی هیواد دی . له بله پلوه د افغانستان لوړ غرونه، ښکلي شنه تنګي او له سمندر څخه لوړوالي دغه هیواد ته داسې پرتم او ښېګڼه  وربښلي ده  چې د اوړي پر مهال کله چې د هند نیمه وچه او د منځنۍ اسیا هیوادونه د دوزخ په څېر کیږي دافغانستان ډیرې سیمې د جنت غوندې له تاندې او مستوونکي هوا څخه برخمنې شي . په دې موسم کې افغانستان کولای شي چې د ګاونډیو او نورو پرمختللیو صناعتي هیوادونو د ګرځندویانو مېلمه پالنه وکړي او له دې لارې زیاتې پیسې تر لاسه کړي . د ګرځندوی صناعت ته په پراختیا ورکولو باندې د ګرځندوی کارپوهان ښه پوهیږي  چې څرنګه  په دې هکله د لنډې او اوږدې مودې  کړنلاره او پروګرامونه جوړ کړي . خو دا خبره په ور زیاتیدای شي چې دګرځندوۍپه څنګ کې لاسي صنایع،کرهڼه اومالداري،ازاده سوداګرۍ،ځمکني اوهوایې ټرانسپورټونه، هوټلداري اونورې صنایع هم پراختیا اوپرمختیا مومي .

- ازاد ه سوداګري یو بل ډګر او ورشو ده چې د کورنیو او نړیوالو وړ شرایطوپه نظر کې نیولو سره یې د پراختیا لپاره لاره اواره ښکاري ، افغانستان کولای شي چې د سوداګرۍ د څلور لارې په توګه د وریښمو لارې تاریخي رول او دنده بیا تر سره کړي، داسې چې د منځنۍ اسیا بډای هیوادونه د تودو اوبو سره ونښلوي او د نیمې وچې هیوادونه له منځنۍ اسیا سره . همدارنګه په دې سیمه کې د ختیځ او لویدیځ د نښلولو دنده تر سره کړي او په دې ډول خپل ځان د تجارتي مالونو د خرڅلاو او بدلون، د ګازو او تیلو د ګودر او تم ځای په مرکز واړوي .