په چین کې د سینې سرطان ډیر شوی (رپوټ)
می ویس جلالزی
د چین د طبي چارو ماهرین وایې چې په دغه هیواد کې د سینې په سرطان د اخته کسانو شمیره د هرې بلې لسیزې په پرتله اوس ډیره شوي ده.
په دې ناروغۍ د اخته کسانو زیات شمیر یې په پلازمینه بیجینګ کې استوګنه لري.
د چین هیواد ټایمز ورځپاڼي رپوټ ورکړی چې په روانه لسیزه کې په دغه ناروغۍ کې ۳۵ سلنه ډیر والی راغلی او اوس په هر ۱۰۰۰۰۰ ښځو کې ۴۵ هغه یې د سینې په سرطان اخته شوي دي.
د پلازمینې بیجنیګ د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز ډاکټران د دې ناروغۍ اصلي عوامل د هوا خرابوالی او د ښځو کورنۍ ستونزي په ګوتو کوي.
هغوي توصیه کوي چې د ښځو په ژوند کې زیات خفګان د دې لامل ګرځي چې هغوي د نورمالو او خو هاله ښځو په پرتله زیاتي د سینې په سرطان اخته شي.
د چین دولت د هېواد ټولو صحي مراکزو ته امر کړی چې د دغې ناروغۍ د وقایې په برخه کې د تبلیغاتو لړۍ پراخه کړي او خلګ د رسنیو له لارې په دې پوه کړي چې څرنګه کولای شي له دغې ناروغۍ ځان وژغوري.
طب تر اوسه نه دی توانیدلی چې د دې وژونکي ناروغۍ د علاج لپاره دارو درمل ومومي.