کوچنۍ چارلي چاپلین له نړې وکوچید( رپوټ)
ترتیب: میرویس جلالزی
د مشهور مسخره چارلي چاپلین دوهم زوی سیدني چاپلین د خپل پلار له کمی
ي فلمونو سره د زیاتې علاقې په سبب د کمیډ نړۍ ته مخه کړه.
د امریکايي فقید کمیډین چارلي چاپلین زوی سیدني چاپلین د ۸۲ کلونو په عمر ومړ.
نوموړي د ژوند پر مهال د فاني ګیرل او کړنګول شوي زنګونه په کمیډي ډ امو کې د رول تر ادا کولو وروسته د کمیډ د نړۍ په مشهوره څيره بدل شو.
نوموړې د تیرې سه شنبې په ورځ د انچومیرج په ښار کې د عمر د زیاتوالي له امله مړ شو.
سیدني چاپلین د ۱۹۵۲ ااو ۱۹۶۷ کلونو تر منځ کمیډي نړۍ ته ور ودانګل او په خپلو دوو لومړنیو اثرونو چې د ښار رڼاګاني او هانګ کانګ کانتسې نومیدل، ځان ته د ډیرو خلکو پام ور واړاوه.
ویل کیږي چې سیدني چاپلین د هالیوډ سینما ډیره وتلي څيره نه وه او هغه یوازي د نیویارک ښار په تیاتري ډرامو کې رول لوباوه.
سیدني چاپلین د مشر چاپلین د دوهمې میرمنې لیتا ګري زوی وو او د هغه مشر ورور په کال ۱۹۶۸ کې له نړۍ څخه سترګي پټي کړي وې.
لیتا ګري په کال ۱۹۲۴ کې کله چې یوازي د پاړسو کلونو وه له ۳۵ کلن چارلي چاپلین سره واده وکړ او سیدني چاپلین په ۱۹۲۶ کې نړۍ ته سترګي وغړولي.
چارلي چاپلین څلور ځله واده کړی وو او په خپل جنجالي ژوند کې یې د وخت په تیریدو خپلې دری میرمني طلاق کړې
او پاتي عمر یې له خپلې وروستۍ میرمنې ( اونااونیل) سره تیر کړ.