د نوی ۱۳۸۸کال په مناسبت یوه لویه مشاعر ه جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24313
جلال خپلواک
دخبریدو نیټه : 2009-03-14


د عربی متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې د افغان  ادبی کلتوری ټولنې لخوا د نوی ۱۳۸۸ لېږدیز لمریز  کال د رابره کېدو په مناسبت یوه لویه مشاعره جوړه شوه ،چې پکې د لر او بر په لسګونو شاعرانو لیکوالانو او همداراز په سلګونو د شعر مینه والو ګډون کړی وو .
مشاعره چې  د قران عضیم الشان په مبارکو ایتونوپيل شوه په سر کې د افغان ادبی کلتوری ټولنې رئسه هئت خپلو ټولو هېوادوالو ته په کور د ننه او بهر د نوی ۱۳۸۸ لېږدیز لمریز کال مبارکی وویله او دغه کال یې له ستر خدایه د خپل هېواد او هېواد والو لپاره د سولې  ابادۍ او یووالی کال وغوښته  او همدا زار یې په ټولو سیا سی او وسله والو ډلو باندې غږ و کړ چې سره یو شی او د وطن د ورانولو او د خپل ملت د نور زهیرولو پر ځای د وطن په ابادۍ کې له یوه او بل سره سیالی وکړی .
وروسته له هغې ټول شاعران لیکوالان او مینه وال څو ورځې وړاندې د رحمان بابا د زیارت د الوزولو د غندنې په موخه او همدا راز ددې ستر صوفی او عارف شخصیت روح ته د ډاډ او درناوی لپاره په خپلو خپلو ځایونو ودرېدل او یوه دقیقه وژونکي،له غوسې او کرکې څخه ډکه چوپتیا یې خپله کړه .
ورووسته له هغې په ازاد ډول مشاعره پیل شوه چې نږدې اته ساعته یې دوام درلود.
د مشاعرې په پای کې نوموړی ټولنې یو پرېکړه لیک هم صادر کړ چې پکې د افغانستان او پاکستان دواړو حوکومتونو څخه په کلکه غوښتنه شوی چې د پښتو ژبې ددې ستر شخصت  عارف او صوفی شاعر رحمان بابا پر مزار برید کونکي پيدا او د قانون مونګولو ته یې وسپاری .
همدا راز یې له ټولو ښکېلو سیاسی او وسله والو ډلو څخه وغوښتل چې د خپلو تربګنیو او دښمنیو په ټس کې دې  هېڅ قوم په ملی شخصیتونو او ملی ارزښتونو باندې برید ونه  ونه کړی .
دوبۍ