هرات: د طلاق د پیښو شمیر د تیر کال په پرتله ۰ سلنه زیات شوی
رپوټ: ا.حقیقت
د هرات ولایت د بشرد حقونو چارواکي وایې چې دغلته د ښځې او میړه
تر مینځ د طلاق پیښې د تیر کال په پرتله څه کم نیمايي لوړې شوي دي.
هغه ښځې چې طلاق اخلي ادعا کوي چې له دوی سره زور زیاتی کیږي او دوي له طلاق پرته بله هیڅ لاره نه لري چې پرې خپل ژوند وژغوري.
د زهرا په نامه یوې ۲۳ کلنې میرمن چې د هرات ولایت محکمې ته د طلاق د اخیستلو لپاره راغلي وه وویل چې میړه یې ور سره انساني سلوک نه لري او څلور میاشتې یې د واده کیږي خو یو ځل هم ورته اجازه نه ده ورکړل شوي چې د خپل پلار کور ته ورشي.
د عبدالقدیر په نامه یو ځوان چې د محکمې د انګړ په څنډه کې ناست وو او په سترګو کې یې هم اوښکې ښکا یدې وویل چې د بي حده اقتصادي ستونزو او نیستۍ له کبله یې ځوانه ښځه نور نه غواړي له ده سره ژوند وکړي او له ده څخه د طلاق د اخیستلو لپاره محکمې ته راغلي خو لا هم د دوي دواړو لانجه نه ده هواره شوي.
په هرات کې د بشر د حقونو چارواکي وایې ښځې د خپلو حقونو څخه د خبریدو له امله او همدا راز له دې کبله چې اوس په اسلام او ټولنه کې د خپلو حقونو څخه پوره خبري شوي دي، هڅه کوي چې پر ځان قانون پلی او ځان له ظلم او ستم څخه وژغوري.
د هرات ولایت د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د څانګې د ښځو د پرمختیا د برخې مشره میرمن ثریا دقیقي وایې چې په بدو کې د نجونو ورکول، د واړه عمر ودونه او له ښځو سره زور زیاتی د دې لامل شوی چې ډیري ښځی له خپلو خاوندانو څخه بیلتون غوره کړي او د دوي په مرسته خپل ژوند له کړاونو وژغوري .
هغې وویل چې ښځی د خپلو حقوقو د
اخیستلو لپاره بشري حقونو ټولني ته مراجعه کوي تر څو ورسره عدل او انصاف وشي