د هيواد ښاغلي ولسمشر ته پټه ،خويوه ګړندۍ مشوره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2456
بـــــــــــــــــــابـــــــــــوزی -
دخبریدو نیټه : 2005-03-31

د بابوزي په قلم

 

زمادي توکل پر خدای ( ج ) وي ، د زياتو کلتوري ، سياسي ، اقتصادي ، ديني او ... مشاورينو له لاسه چي هر څه راپېښ شول منم يې خو ، د افغانستان ولسمشر جلالتماب ښاغلي کرزي صاحب ته د مشاورينو په غلا او په پټه د يوي مشورې تکل کوم . د دې پټي مشوري تر رسولو وروسته که مشوره ومنل شوه خوشالي به مي زياته او سرلوړی به شم او که خدای مه کړه ونه منل شوه بس بيا به همدا وايم چي و ماعلينا اللبلاغ .

 

د هيواد داولس په مخامخ رايو ټاکل شوې د افغانستان ښاغلی اولسمشره !

د اساسي قانون د لويې جرګي له وخته تر اوسه کال يونيم ، تير  شو ،لا تر اوسه ملي ترانه وړاندي نه شول ، په داسي حال کي چي د همدي مودې په ترځ کي د پنځه سوه څخه تر شپږسوه پوري پښتو کتابونوخپاره شول . د دې خپاره شويو کتابونو له جملې تر درې سوه زيات يې د پښتو شعري ډالۍ او ټولګي وې . د دې سره يوځاي پښتنو شاعرانو خپل بيلا بيل شعرونه د ملي سرود د ځنډمن اعلان وروسته ټاکلي جرګه ګۍ ته وسپارل او بيا له هغو څخه غوراوی وشو او په پای کي د منظورۍ لپاره يو شعر وړاندي شو او بيا داسي خبرونه هم خپاره شول چي هغه شعر ومنل شو .

 

د ډير انتظار وروسته مو بيا واوريدل چي دا شعر هم د ملي سرود لپاره وړ نه دی بايد تر دې ښه شعر وپنځول شي . خو زما ګمان دادی چي لا تر اوسه هغه شاعر نه دی زيږيدلی چي ستاسو د مشاورينو د طبعي سره سم شعر وپنځوي او يا هم ښايې تر قيامته به هم داسي شاعر پيدا نه شي چي ستاسو د مشاورينو په زړه ( پښتو ) شعر ووايې او بيا دي د ښاغلو مشاورينو له لوري په ورين تندي ومنل شي .

 

ښاغلې ولسمشره ! دا ټولي خبري مي ځکه را يادي کړې چي تاسو ته د خپلي پټي مشوري تکل پر ځاي وښيم . خبره مي رالنډوم او په پټه تاسو ته په غوږ کي وايم چي : (( د يوه داسي فرمان د خپريدو وخت دی چي د ملي سرود لپاره د ښه شعر تر پنځولو ، همدا وړاندي شوی شعر د موقت ملي سرود په دريځ کي ومنل شي او په دې ترتيب به تاسو د يوې خوا د اساسي قانون حکم پلی کړی وي او له بله پلوه به د ملي سرود په نوم پر ټول هيواديوه ګوند تپل شوي غزلي څخه ، هيواد اولس ژغورلۍ وي .