د مصور خپرندوى بنسټ د كره كتنې دريمه غونډه
مصور خپرندوى بنسټ خپله د كره كتنې دريمه مياشتنۍ غونډه د ۱۳۷۸ هجري لمريز كال د كب د مياشتې په ديرشمه نيټه د جمعې په ورځ په كابل كې د ميديوتيك په دفتر كې جوړه كړه .
په دغه غونډه كې چې تر ډيره د ما
ومانو لپاره شعر ته ځانګړې شوې وه لومړى اجمل تورمان د ماشوم ته به څنګه شعر ليكو تر سرليك لاندې خپله مقاله و
وستله او ورپسې له كنړ نه راغلي شاعر محمد نواز حقيقت هم د ماشومانو لپاره خپل ليكلي شعرونه د غونډې ګډونوا
وته ولوستل شول .
چې ښاغلي محمد نبي صلاحي ، امير جان وحيد احمدزي ، ارش ننګيال ، نصرت الله الهام ،
ابراهيم هوتك او اجمل تورمان پې خپل نظرونه څرګند كړل .
د غونډې په ورسته برخه كې د مصور مجلې لومړۍ گڼه
د غونډې په ګډونوالو ولوستل شوه .
ټاكل كې شوې ده چې د مصور بنسټ د وري د مياشتې په غونده كې كيسه ليكوال او كره
كتو
نكى استاد اسد الله غضنفر د ماشوم په كيسه او د هغه په نثر يو پراخ ليكچر وركړي .