تیره شپه په سیف الله کي ده عبدالواجد تږي په کور کي یوه ستره مشاعره وشوه اوپه پای کي یې پښتو موسیقي برخه هم وشوه وه.
ده دې مشاعرې مشرتوب د پښتوادبي ټولني نوموړي شاعر محترم کلیم الله حنفي په غاړه درلودو.د مشاعرې پیل د قرآن پاک په مبارکو آیاتو سره تاندسندرغاړي رحمت سر شار وکړو او د کوربه په حیث عبدالواجد تږی ناست وو او ده ویاندی چاري یې محب الله ښېراز پر مخ وړلې.
ده یادوني وړه ده چي دا مشاعر ه او ادبي بانډار ده تږي صیب د یوه وراره او د یوې ورېرې د زوکړي په خوشالي کي جوړشو ي وو. دا مشاعر ه ماسخوتن پر ۹ بجې پیل شوه اوپر ۱ ۱ بجې پاي ته وه رسیده .
په دې مشاعره کي محترم عبدالقادر مجرم، محمد نواز قایل ، امیر محمد لیکوال ، خدایداد شبګیر،واجد تږی ،رحمت سر ار،جمال عبدالناصرجمال، لعل محمد عاصم هم خپل خپل په زړه پوري کلامونه واورول .
او له هغه پس د سیف الله کلا د ځایي سندرغاړو په برخه موسیقي ننداره پیل شوه چي پکي تکړه سندرغاړی ایوب خان اولفتي ، رحمت الله واقف ، حمت سر شار ،روزي خان او سمیع الله په خپلوخوږو او سندریځ ږغونو کي خوږې خوږې انقلابي او روماني سندري وارولې .هم دا رنګه دا ادبي بانډار د شپې پر ۳ بجې پای ته وه رسیدو.