څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه ( ٤٥مه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2466
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-04-08

مېرزا علم حميدي - هالنډ

ليکوال ( کريم ميثاق )

 ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ 

د چارو بشپړوو نکی (اجرائيه) ځواک 

ولسمشر يا لومړی وزير چې د کابينې د غړو په ګډون حکومت بلل کيږي د چارو د بشپړوونکي ځواک په نوم ياديږي . د کابينې شمېر او دندې، واکونه او ګرمتياوي د قانون له لارې برابريږي . حکومت هغه مهال قانوني اعتبار تر لاسه کوي چې له ملي شورا څخه د باور رایې تر لاسه کړي .

 

دغه کړنه په هر هيواد کې د څېرې له مخې بيل، بيل ډولونه لري . خو حکومت په ټولنیز او ځانګړي توګه ملي شورا ته ځواب ورکوونکی دی .

 

د حکومت سترې دندې په دې ډول دي : د قوانينو اوکړنلارو د اومونمونوجوړول . د کورني او باندني سياست د تګ لارې مسوده، د پرمختیايي، اقتصادي او ټولنیزو پلانونو جوړول او بشپړول، د دولتي بودجې وړاندې کول او تر سره کول، په ټول هيواد کې د امنيت ټېنګښت او د ټولو هيوادوالو د قانوني ازاديو او حقونو خوندي ساتل، د باندنيو مناسباتو او کړو وړو برابرونه او لارښوونه .

 

 د سياسي اړېکو ټېنګښت، د باندنيو هيوادونو او نړيوالو څانګو سره د تړونونو لاسليک . د چارو د ښه پر مخ بيولو لپاره د تګ لارو جوړول او منل  دي  .  .  .

-  د ژوند اخلاقي ارزښت د دندو د سرته رسولو د شمېر پر تله تلل کيږي . « موريس مترلينګ »

- له چارو او خدمت کولو پرته په نړۍ کې بل داسې شی نه شته چې انسان دې د هغه لپاره ژوند وکړي .  «ولينګټون »