په ډنمارک کي افغانانو د نوي کال جشن ولمانځه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24661
ګهیځ
دخبریدو نیټه : 2009-03-27

په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګی ټو نی له خوا :
د نوی کال جشن ولمانځل شو

دروان کال د مارچ د میاشتی په ۲۱ نیټه په ډنمارک کی مشته افغانانو د خپلی لرغونی عنعانی له مخی د تیرو کلونو په څیر د نوی کال جشن په شانداره مراسمو سره ونمانځی .
غونډه د زم ی محقق په پرانیستونکی وینا سره پیل او ورپسی د دی ټولنی د تنکیو ماشومانو له خوا د ملی سرود ترانه ولوستل سوه وروسته بیا د هالیند د هیواد څخه راغلی میلمه ننکیالی بڅرکی د نوی کال د لمانځلو د تاریخچی او اهمیت په هکله  څرګند ونی وکړی او د نوی کال په اړوند یی یوه پارچه شعر چی د حاضرینو له خوا په تودو چکچکو بدرګه سو، ولوستی .
په پای کی د هالند د هیواد څخه راغلیو د هیواد پیژندل سوو ځوانو هنرمندانو ښاغلی سهراب او خالد په خپلو خوږو آوازونو کی په زړه پوری سندری وویلی چی د ټنګ ټکور دغه خوندور پروګرام د شپی تر یولسو بجو پوری دوام وکړ . په پای کی غونډه په ګران هیواد کی دسولی او ارامی د تأمین او د یوه پرخپلو پښو ولاړ مستقل افغانستان د موجودیت ، په شعارونو سره پای ته ورسیدل .