د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې نوي ستراتیژي (رپوټ)
میرویس جلالزی
د بارک اوباما ادارې د شنبې په شپه د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوي ستراتیژي بربنډه کړه.
بارک اوبهاما په نوي ستراتیژۍ کې له هغو طا بانو سره چې تند لاري دي د سختې جګړې ګواښ کړی او زیاته کړي یې ده چې که چیرته افغانستان په دې نازک پړاو کې ګوښی پریښودل شي افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي او بشري حقونه به د طالبانو له خوا تر پښو اندي سي.
په دغه ستراتیژۍ کې د امریکې ولسمشر بارک اوبهاما ټینګار کړی چې واشنګټن به دا ځل هیڅ یوې ترهګري ډلي ته اجازه ور نه کړي چې د پاکستان له خاورې په امریکې ستر ترهګریز بریدونه تر سره کړي.
په نوي ست اتیژۍ کې د افغانستان او پاکستان په شکمنو سیمو کې د ترهګرو په ځالو او روزن ځایونو د بریدونو خبره شوی او په دې کړنلاره کې افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو د استولو یادونه هم شوي ده.
امریکا وروسته تر هغه د افغانستان او پاکستان په اړه په خپله ستراتیژي کې د بدلون را وستلو ته چمتوالی وښود چې په دغو دواړو ملکونو کې د امریکې پخوانی ستراتیژي ناکامه او ناکاره په ګوتو شوه.
په نوي ستراتیژي کې چې د اوبهاما پر وینا د کابل او اسلام آباد سره په همغږۍ او د دریو واړو حکومتونو په خوښه جوړه شوي، تر زیاته بریده په سیمه کې د بغاوتونه کچه را ټیټه شي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند همایون حمیدزاده او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په خپلو لومړنیو غبرګونونو کې د دغې ستراتیژۍ هرکلۍ کړی.
حمیدزاده وویل چې په دغه کړنلاره کې تر ډیره زم ونږ غوښتنو ته پام نیول شوی او یوه یې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د کمپنو د شتون په اړه د امریکې باور دی.
بارک اوبهاما په نوي ستراتیژۍ کې له یو شمیر طالبانو سره د مذاکرو لارې ته هم اشاره کړي او م اکرات به له هغو طالبانو سره کیږي چې یا یې د پیسو او یا هم د مجبوریت له وجهې وسلې ته لاس کړی.
اوبهاما وویل چې افغانستان او پاکستان کې د امریکا هدف څرګند دی او امریکايي ځواکونه افغانستان ته د کنترول لپاره نه دي راغلي او نه هم دا غواړي چې د دې ملک راتلونکی وټاکي.
اوبهاما وویل امریکا د شریک دښمن سره دجګړې لپاره افغانستان ته خپل سرتیري استولي.
په دغه ستراتیژۍ کې له اوباما په نکل راغلي : (( ام یکایان باید پوه شي چې زمونږ هدف څرګند دی او هغه هم القاعدې او طالبانو ته د ماتې ورکول دي)).
اوبهاما وویل چې هر کال به پاکستان ته یو اعشاریه پینځه ملیارد ډالره د ښونځیو او سرکونو د رغولو لپاره و کړل شي.
د امریکې ولسمشر د القاعدې ډله د سرطان دانې ته ورته وبلله او ډاډ یې ورکړ هغه ت هګر په افغانستان او پاکستان کې پټ دي چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د امریکې په نړیوال سوداګریز مرکز او دفاع وزارت ب یدونه پلان کړي ول.
په نوي ستراتیژۍ کې د پاکستان او افغانستان تر منځ پرته پوله ډيره خطرناکه ښودل وي او اوبهاما وویل چې القاعده او طالبان د سرطان دانې ته ورته ده چې پاکستان له دننه خطمولای شي.
اوبهاما زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان په ګډو قبایلې سیمو کې د ترهګرو پټن ځایونه، روزن ځایونه، پلان ځایونه او د هغوي د تجهیز محلات شتون لري چې د هغو په له مینځه وړلو کې به د غربي متحدینو سره په ګډه کار و ي.
اوبهاما وویل چې دغه سیمې د نړۍ په کچه امریکې ته تر ټولو خطرناکي دي.
په نوي ستراتیژۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو روزلو ته هم اشاره شوي او راغلي چې د امریکا به افغانستان ته ۴۰۰۰ پوځي روزونکي واستوي تر څو امنیتي ځواکونه وروزي او د وخت په تیریدو افغان کورني ځواکونه ډیر مسولیتونه پر غاړه واخلي.
اوبهاما وویل چی دا یوازي د امریکا ستونزه نه ده چې ترهګر په سیمه کې فعالیت کوي بلکه متحدینو ته هم لویه ستونزه ده.
په نوي ستراتیژي کې د افغانستان او پاکستان په اړه مهمو ټکو ته اشاره شوي ده.
له دواړو م کونو سره اقتصادي همکاري بله هغه مسله ده چې په دغه ستراتیژۍ کې شامله ده.
اوس به د امریکې ملکي ادارې د هغو پیسو د لګښت په اړه هم له پآکستان څخه بیلونه او معلومات غواړي چې د امریکې له خوا د بیاودانولو لپاره پاکستان ته ورکول کیږي.
له دې دمخه د مشرف د حکومت پر مهال هم اسلام آباد ته امریکې ډیري مرستې ورکړي خو امریکا شک درلود چې دغه پیسې په هغه لاره نه دي لګیدلي چې امریکې یې تمه لرله.
د افغانستان او پاکستان په
اړه د امریکې په نوي ستراتیژۍ کې د ترهګرۍ د خطمولو لپاره د سیمیزې حل لاري په موندلو ټینګار شوی او د دغو دواړو
هیوادونو له ټولو ګاونډیانو دا غوښتنه شوي چې د ترهګرو سره په مبارزه کې خپله ونډه ادا کړې.
د افغانستان ه ادارې فساد سره مقابله بله هغه مسله ده چې په نوي ستراتیژي کې ځای لري .
د دغې ستراتیژۍ له مخې به ادارې فساد خطمیږي او ټولي ممکنه هغه لاري چاري به لټول کیږي چې پرې دغه فساد قابو شي.