د سترې محکمې د پریکړې په اړه د اشرف غني غبرگون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24754

دخبریدو نیټه : 2009-04-01

د مالیې پخوانی وزیر اشرف  غني احمدزي د افغانستان د  سترې محکمې له هغې پرېکړې، چې ولسمشرحامد کرزى او د هغه مرستيالان د زمري تر ٢٩مې پو ې خپلې دندې ته دوام ورکولاى شي، ملاتړ اعلان کړ .

  سترې محکمې روانه اونۍ  ديوې بيړنۍ غونډې په ترڅ کې، د ولسمشر  حامدکرزي او دهغه د دواړو مرستيالانو دکار موده اوږده کړه .

 د ډاکټراشرف غني له دفتره د وري په ١١مه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې سترې محکمې دغه پرېکړه د سياسي او امنيتي مصلحت په پام کې نيولو سره، کړې ده .

 اشرف غني د خبرپاڼې له لارې که څه هم د سترې محکمې پرېکړه تائيد کړې، خو ب خوا يې د ولسمشرۍ د راتلونکيو  ټاکنو په خپلواک بهير، عادلانه توب او د هغو په روڼتيا  ټينګار کړى دى .

 اعلاميه کې د نوموړي له خولې راغلي: (( زه د خپلو پخوانيو نظرياتو په تعقيب، د زمري تر ٢٩مې د ولسمشرد کار دوام، د هر بل بديل په نسبت چې د هېواد د سياسي، اداري او نظامي وضعې د ډاډمن کنټرول لپاره عملي اقدامات او تيارۍ په کې ترسوال لاندې دي، غوره ګڼم . ))

 هغه ويلي دي، چې که دغه شان ونشي، نو د غبرګولي له لومړۍ نېټې څخه نيولې د ټاکنو د پايلو تراعلان پورې، د قدرت تشه د سياسي او امنيتي ستونزو لامل کېداى شي .

 خو اشرف غني د ولسمشر د کاري مودې په اوږدېدو، ټينګار کړى چې بايد له دغه فرصت څخه ناوړه ګټه پورته نشي .

  په خبرپاڼه کې د هغه له قوله راغلي: ((ددې پرېکړې په چوکاټ کې چې له دې وروسته کوم اقدامات کېږي، بايد له اخلاقي او اداري اړخه ملت ته ډاډ ورکړي، چې له دولتي امکاناتو څخه به په انتخاباتي کمپاين کې، ناوړه ګټه نه پورته کېږي . ))

 د سرچينې په حواله، په دغه موده کې دې د درې ګونو قواوو، مدني ټولنې د استازو، ملي شخصيتونو، ګوندونو، د رسنيو د استازو، ديني عالمانو، ملي سوداګرو او د جمهوري رياست د کانديدانو په ګډون يو داسې م يکانيزم جوړ او ژمنه وشي، چې په ټاکنيز کمپاين کې به هېڅ يو کانديد، د ټاکنو د قانون له مخې له ټولو دولتي ام کاناتو څخه ګټه نه پورته کوي .