د زړه خواله - سوال او جواب

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2477
ولي شا طبيب - کندهار
دخبریدو نیټه : 2005-04-02

ولي شاه طبيب :کندهار/افغانستان

 

سوال:  توپک سالار څوک دي ؟

 

جواب:  نه پوهيږم بيخي رانه ورک دی ، ځکه چه توپک سالار اوس ديوې ژوندۍ پديدې  په ډول دتحول په حال کښي دي ،په مختلفو بڼو راښکاره کيږي ، اوس هم د خرپه   نه دی لويدلی ، دافغانستان په سياسي او ټولنيز جوړښت کښي ديو نابلل سوي ميلمه په ډول ددسترخوان په سر کښي ناست دی ، په لوړو دولتي چوکيو کښي کار کوي . لوی کاروبارونه ددوی په لاس کي دي . پر دولتي ځمکو دوي خيټه اچولي ده ،مخدره توکو راکړه ورکړه دوي کوي ، شخصي زندانونه دوي لري. جالبه داده چه توپک سالار هم دتوپک سالار ۍ پرضد ناري وهي .

 

سوال:  رشوت او فساد ولي ورځ په ورځ زياتيږي ؟

 

جواب:   تر اوسه پوري څوک درشوت اخيستلو په ګناه نه دی محکمه سوی دجزا ورکولو خو هيڅ سوال نه پيدا کيږي . په ځانګړي ډول پر لوړ پوړو  چارواکو خو هيڅ  ډول کنترول نه سته او محاسبه نه ورسره کيږي ، ښاغلي حامد کرزي د همهغه لمړۍ ورځي څخه دنرمۍ او ملايمت کار اخيستی دی هغه دخلکو خبره هيڅ سره سترګه يي ښکاره نکړه ،.اوس سپين سترګي او بي حيايي اوج ته رسيدلې ده ، دلوړ پوړو چارواکو ترمنځ سيالي روانه ده ښه ښه بنګلې اخلي ، لوکس ماډل موټران او دکورولپاره ښايسته فرنيچر او سامان دبهر نه راغواړي ، په خارج کښي دبانک حسابونه پرانيزي اوداسي نور ، دبلي خوا دمامورينو تنخوا هم هغه ده چه دا هم درشوت اخيستلو لپاره زمينه هواره کړيده .

 

سوال:  ډيموکراسي په افغانستان کښي څه ډول پرمختګ کوي ؟

 

جواب: ايا ستا مطلب ډيموکراسي په کابل کښي او که په ټول افغانستان کښي ؟  ډيموکراسي په کابل کښي خپله ظاهري بڼه يو څه جوړه کړيده ، ښځي که رسمي کار کوي او يا نه کوي سهار په زيات شمير دکورونو راوزي ، غربي ډوله جامي اغوندي ، دسلوپه حدودو کښي ورځپاڼي ،اووه نيزي او مجلي چاپيږي . سياسي ګوندونه جوړيږي . مطبوعاتي کنفرانسونه دايريږي ، خو که دکابله راووزي حالات بل ډول دي ، کرار کرار دډيموکراسۍ کمبله ټوليږي او دزورواکۍ ، خان خانۍ او  توپک سالارۍ ټغر هواريږي .

په افغانستان کښي دغه ګوډه او ناروغه ډيموکراسي په يو ډول پرمختګ نه کوي ، حتی په کابل اونورو لويو ښارونو کښي دديموکراسۍ ټولنيز او اساسي پرنسيپونه دپامه غورځول سوي دي . که چيري  اطرافوته وګورو نو هلته به موږ ووينو چه دژوند بڼه بل ډول ده ،دکابل اونورو لويو ښارونو څخه ډيرتوپير لري ، دهلکانو دښوونځيوشمير دګوتو  په شماردي ، دنجونو ښوونځي خو هيڅ نه سته ، دخبري رسنيو امکانات يا خو نه سته او يا ډير محدود دي  ،حتي په لويو ښارونو کښي يواځنۍ  دولتي  ورځپاڼه په وړوکي قطع په هفته کښي دوه يادري ځله خپريږی داسي ولايات خو ډير دي چه هيڅ ورځپاڼه نلري ، دتلويزيون خپروني ډيري محدودي دي او ډيري نيمګړتياوي لري .

 

سوال: په افغانستان کښي دښووني اوروزني توازون څه ډول دی ؟

 

جواب : ښوونه او روزنه په هيڅ ډول متوازنه نه ده ، په ليري پرتو ولاياتو کښي دښوونځي لپاره تعمير نه سته ،  شاګردان په اوړي او ژمي تر شنه اسمان لاندي زده کړه کوي ، دښوونکو کمښت تر دي کچي دی چه اکثرو ښوونکو يوازي تر پنځم ټولګۍ درس ويلی دی . خو که وګورو په کابل او نورو لويو ښارونو کښي دښوونځيو او ليسو لپاره جګ او ښکلي تعميرات جوړ سوي دي ،مثلا په کابل کښي دامانيه ليسه يا داستقلال ليسه چه لويي ټولګۍ ، دسپورت ميدانونه ، لابراتوارونه او جمنازيمونه لري چه داټول داروپا په سويه دي ، که راسو دزابل دشيخ متي رح عليه ليسه يا دسيدال خان ناصري ليسه په ارزګان کښي وګورو نو دمځکي او اسمان توپير لري .

 

سوال: ملي سرود ولي نه جوړيږي ؟

 

جواب:    دملي سرود دجوړولو لپاره خو څو مياشتي وړاندي  دهيواد دتکړه شاعرانو څخه غوښتنه سوي وه چه دملي سرود لپاره اشعار جوړ کړي اوهمدارنګه دپيژندل سوي شاعرانو او ليکوالو کميسيون هم وټاکل سو . بالاخره پسله ډيرو مشورو دمرحوم عبدالروف بينوا جوړ سوی ملي سرود په څه تفاوت اولږ زياتوب سره دکميسيون لخوا و  ريس جمهور ته وړاندي سو ، ددولت ريس پس له يوي مياشتي وويل چه نوموړی ملي سرود نوري نيمګړتياوي لري ، موږ نه پوهيږو چه څه کمی لري ، کيدای سي چه داستاد رباني  ،دستم او نورو دقبول وړ نه وي ، ښاغلی کرزی خوارکی مجبوره دی دملي وحدت په خاطر دهري ډلي او ټپلي خاطرداري وکړي  ، مګر دملي سرود په سر نور جوړ جاړی او مصلحت ته هيڅ ځای نه سته ،بايد ژر تر ژره  نوموړی ملي سرود بيله نور تشبث اولاس وهني څخه ملي او قانونی بڼه واخلي .