په کوټه کي خاټول ګل مشاعره وشوه (رپورټ )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24852
ښېراز
دخبریدو نیټه : 2009-04-05

تیره ورځ په کوټي ښار کي ده پښتو ادبي غور ځنګ کوټي له پلوه د خاټول ګل مشاعرې تر سر لیک لاندي یوه ستره او په زړه پوري مشاعره وشوه .
د دې مشاعرې مشرتوب وه لیکوال او شاعر عمر ګل عسکر ته وه سپارل شو، د دروند او مشر میلمه په توګه له لوی کندهار څخه راغلی ځوان ، تکړه لیکوال او شاعر محترم قدیم پتیال صیب ناست وو او ده کوربه په حیث  محترم ډاکتر نصیب الله سیماب صیب ناست وواو نور په دریځ کي ډاکتر شفیق ، ملک امان کاسی ، کریم بریالی ، عادل اڅکزئ ، حکیم مشال او له کراچۍ څخه اغلی میلمه سرور شمال ناست وو.
د مشاعرې پیل د پاک کلام په مبارکو آیاتونو سره مولوي عصمت الله حقیار وکړو.دا مشاعره ده ماسپښین پر دریو بجو پیل شوه او ده ماسخوتن تر لسو بجو یې دوام درلود.
په دې مشاعره کي د یو اندازې له مخي ۱۵۰په شا اوخوا کي له لر اوبر پښتانه  وطن څخه شاعرانو او لیکوالانو ګډون درلود.
ده مشاعرې ده  ختمیدو پس د ټنګ ټکور هم بندوبست شوی وو چي له ډوډی خوړلو پس پیل شو او د شپې تر دریو بجو یې دوام در ود.
 د یادړوني وړ ده چي دا مشاعره تیر کال هم د پښتو ادبي غورځنګ له پلوه ده خاټول ګل په نامه شوې وه او دا ی وهم کال وو نو دا دودیځه او کلنۍ مشاعره بللائ شو .

د دې مشاعرې په اړوند محترم قدیم پتیال صیب وه بینوا ته خپل نظر څه داسي وړاندي کړ:
ډیره ښه مشاعره وه هر شاعر په خپل انداز کي خپل د نظر سرګندونه وکړه او د هر نظر وګړي په کي وو خو د خوند خبره دا وه چي پکي د نظر آزادي ډیره بې کچه وه او ما تر دې له مخه په مشاعروکي په دومره ښکاره انداز آزادي نه ده لیدلې .
د یوې پوښتني په ځواب کي د وویل چي ددې سیمي ځوان نسل باید چي په شعر کي یواځي نظر نه کړي خپل بلکه د شعر وه شعریت ته مخه په ډیر فني او هنري ډول وکړي او ورسره د شعور انځور خپل کړي نو دا به یې  په راروان کي بریالیتوب وي .

په هم دې اړه سعید زابلي په خپل دا مشاعره څه داسي لولي :
ډیره ښه مشاعره وه په دې چي د ټول پښتانه وطن څخه په کي برخه اخیستل شوې وه او ټولو د لر اوبر شاعرانو پکي ده خپلو خپلو افکارو تبادله وکړه .او وه راوران نسل ته مي دا خواست دی چي باید پر مخ هم دغه رنګه په مینه او ادب سره دا ډول غونډي او مشاعرې جوړوي او خپل ملي شعور ته وده ورکړي