د کرزي او امریکايي کانګرس مینو ترمنځ خبري(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24917

دخبریدو نیټه : 0000-00-00

 

د امريکا د کانګرس د غب ګو جرګو ګډ هیت، په کابل کې له ولسمشرحامد کرزي سره د راتلونکيو ټاکنو او د اهل تشيع د شخصيه احوالو د قانون په اړه، خبرې وکړې .

 دغه پلاوى چې د امريکا د نماينده ګانو او سنا د مجلس پنځه غړي په کې شامل دي، تازه کابل ته رارسېدلى او د وري په ١٨مه يې، له غرمې وروسته د ارګ په ماڼۍ کې له کرزي سره وکتل .

 د هغې خبرپاڼې له مخې، چې د کرزي د وياند له دفتر څخه خپره شوي په دغه کتنه کې د ولسمشرۍ د راتلونکيو ټاکنو، د اهل تشيع د شخصيه احوالو د قانون، د خبرو اترو له لارې د سولې د راوستو، د امريکا د مرستو او د افغانستان د بيارغونې په اړه، خبرې وشوې .

 د سرچينې په حواله، امريکايي پلاوي په دغه کتنه کې د خپل سفر موخه يو ځل بيا  افغانستان د ام نيت په ټينګښت او سولې راوستو کې د خپلې اوږدمهالې ژمنتيا تازه کول وښودل .

 خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دغه پلاوي کې د امريکا د ديموکرات او جمهوري غوښتونکيو د ګوندونو غړي شامل و او هغوى ټولو د افغانستان په اړه د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له دريځ څخه، ملاتړ وښود .

 د دولت د رياست په اعلاميه کې ويل شوي دي، چې ولسمشر کرزي په دغه کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د امريکا د مرستو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو پر اوږدم هالو اړيکو يې ټينګار وکړ .

 د سرچينې په حواله، کرزي په ياد شوي کتنه کې همداراز وويل چې افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا نوې ستراتيژي، د افغانانو د پخواني دريځ ښودونکې ده او هېواد به يې د هغې په عملي کېدو کې، کلک همکار وي .

د افغان او بهرنيو چارواکيو ترمنځ د اهل تشيع د شخصيه احوالو قانون په اړه، په دې وروستيو کې خبرې اترې تودې شوې دي .

 دغه قانون  په کورنيو او بهرنيو رسنيو کې هم  تاوده بحثونه رامنځ ته کړي دي .

  دغه قانون، چې په ٢٤٩  مادو کې د ولسي جرګې لخوا تصويب شوى،  په دې وروستيو کې د ولسمشر له خوا توشيح شوى هم دى .

خو ددغه قانون ځينې مادې  په نړېواله کچه له نيوکو سره مخ دي .