دنويو بيټريو چارج په يوه دقيقه کې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2496
سپېڅلی
دخبریدو نیټه : 2005-04-04

دنويو بيټريو چارج په يوه دقيقه کې

د يوه جاپاني شرکت  لخوا داسي يوه  نوې د ليتيوم_ يون  ډوله  بيټرۍ معرفي سوي ده  چې په  يوه دقيقه کې په سلو کې٨٠  بيرته  د سره چارجېږي.

د يوې انترنيتي خبري دستګاه له مخې دغه نوي بيټرۍ به د راتلونکي زيږ ديز کال په سر کې و پلورنځيو ته را شوه سي .

ددې بېټرۍ دفني ځانګړ تياوو نه ډېره په زړه پوري خبره داده چې د دې اوسنيو بيټريو په پرتله شپېته ځله چابکه ډکېږي يا ډېر ژر بيرته چارجېږي .

ددې چټکتيا او د وخت دﻻسته راوړلو چم يوازي دنانو په نامه د يوه تخنيک نه کار اخيستنه ده . اوهغه هم په دی ډول چې د نانو ذرې په بيټری کې کرل سوېدي او دغه ذرې ددې باعث ګرځي چې دبيټری د دالکتروليت دجوړښت د تجزيې مخه و نيسي.کوم چي داعمل په اوسنيو بيټريو کې   تر سره کېږي .

دنانو ذرې داوړتيا لري چې دليتيوم يونونه په ډېري چټکتيا سره داسي جذب سي  چې الکتروډونه پرخپل وخت  ﻻس نخوړلي پاتې شي .

په دې ډول ده چې د چارجېدو پر عمليې باندي  ډېر لوړ سرعت ﻻس ته راځي او په نتيجه کې دبيټری دوام زياتېږي .

د "توشيبا" جاپاني شرکت اعلان کړيدی چې په خپلو ازمايښګاوو کې يې زر ځله د چارج او بيا چارج عمليه ازمويلې او ورته جوته سوېده چې ددې نوي بيټرۍ ظرفيت يوازي په سلو کې  يو کم سوی دی .

ددغي بيټری توليد به په لوړه کچه په کال ٢٠٠٦ کې  پيل شي او  په لومړني ګام کې به  د موټر جوړولو په صنعت او دهغه په مربوطه ښاخو کې کار ځني واخيستل سي. خو ويل کيږي چې په را وروسته  کې به په کمپيوټرو او لپ ټاپ کې هم وکارول سي .

 تر اوسه ودې بيټريو ته بيه نه ده ټاکله سوې .