دارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24985
دربار
دخبریدو نیټه : 2009-04-11

په کنړ کې  د افغان ملت ګوند د پخوانی مشر ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو
د شنبې په ورڅ د  کنړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د هیواد د سیاسي او فرهنګي شخصیت او د افغان ملت ګوند د پخوانی مشرارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو ـ  په دې مناسبت په همدغه ولسوالۍ کې یوه غونډه جوړه شوه چه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین  ښاغلي غلام نبی فراهي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ښاغلي نجیب الله منلۍ ، د کنړ والی ښاغلي سید فضل الله واحدي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس  ښاغلي زردشت شمس د افغانستان د سوداګریز اطاقونو معاون ښاغلي الکوزي، د افغان ملت ملي مترقي ګوند لوۍ منشي ښاغلي وصلي خان م اخیل ،دکنړ ولایت د  اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلې حکیمزي او ګڼ شمير نورو فرهنګیانو او قومي مشرانو او د د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشرانو ګډون وکړـ  ویناوالو د ارواښاد شمس الهدا شمس په ژوند، مبارزی او د سیاسی او فرهنګی هڅو یادونه وکړه او د ملی احساس او مفکوری د ژوندی ساتلو په لار کې د ارواښاد نه ستړی کیدونکې هلی ځلی وستایلی ـ د کنړ والی ښاغلي سید فضل الله واحدي د شمس کتابتون سره د پنځوسو زرو مالی کمک اعلان هم وکړوـ د یادونې وړ ده چه نوموړی کتابتون د نورګل ولسوالی د یو شمیر فرهنګیانو په زیار او شخصی لګښت جوړ شوی ـ

 
د غونډی ګډونوال