١٦ دوری ١٣٨٤
دپښتورګو د ناروغۍ ډېر چټک تشخيص
د سينسيناتي دپوهنتون څېړونکې په دې نيژدې وختوکې داسي يو ډول پروتيين موندلي دي چې د پښتورګو د ناروغيو په اړه تشخيص کوي . د سينسيناتي د ماشومانو دشفاخانې د طبي مرکز څېړندويان په دې هکله وايې چې دغه پروتيين چې NGAL نوميږي د پښتورګو د ناروغۍ په هکله ډېر روښانه او منلی تشخيص را وړاندي کوي. د medlineplus انترنيتي رسنی په حواله ددې پروتيين نه په استفادې سره کېداي سي چې د څو ساعتو په اوږدو کې د پښتورګي تکليف تشخيص او په تداوی يې ﻻس پوري سي.
دا په داسي حال کې تر سره کيږي چې د نني آزمايښتو دپاره لږ تر لږه د يوې نه تر درو ورځو پوري وخت په کار دی . په داسي يو بېړني تشخيص سره اوس کېداي سي چې په ډېره چټکتيا اوپه ډېر لږ مصرف او د بري په ډېر لوړ اطمينان سره څوک په دې و توانيږي چې د پښتورګو د ناروغۍ علاج وکړي . اوس د هغو ناروغانو دجملې نه چې بستري کېږي په سلو کې پنځه او د هغو نورو بيا په سلو کې د دېرشو نه تر پنځوسو پوري چې دپښتورګو د ناروغۍ له کبله تر ځانګړي مراقبت لاندي بستري کېږي د تشخيص د ځنډ او نورو دليلونو له امله خپل ژوند د ﻻسه ورکوي ددې مطالعې پايلې د " LANCET " د خپروني په وروستی ګڼه کې چاپ سوي دي