رپوټ : په ژوب کښي سیمینار او مشاعره جوړه وشوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25051
رفیع الله مندوخیل
دخبریدو نیټه : 2009-04-13

په جنوبی پښتونخوا ژوب کښي دخراسان ادبی ټولنې له لوری ځخه دآپریل پ5نیټه یوه په زړه پورې سیمینار او مشاعره وشوه .هرکال دپسرلی په ویاړ دخراسان ادبی ټولنې له لوری ځخه مشاعره کیږي .

خو داځل بیا دخراسان ادبی ټولنې له لوری چی یوه فعاله پښتو ټولنه ده په زړه پورې سیمینار او مشاعره یې چمتو کړې وه ددغې ټولنې دمشر تکړه شاعر محمدطاهر هوتک دلومړۍ شعری مجموعی ؛ دازما دزړه درزا ده ؛ دمخکتنی دستوره او ورپسی آزاده مشاعره ترسره شوه ودغې په زړه پوری مشاعرې ته له بنو او درزاندې سیمې ځخه په زیات شمیر شاعران راغلي وو او همدارنګه دژوب سیمی په سلګونو شاعرانو په دغې مشاعره کی ګ ون درلودو دغه سیمینار پر دوو برخو ویشلئ وو چي لومړۍ برخه یې دمقالو او دوهمه برخه یې بیا مشاعرې ته ځانګړې شوې وه .

دسیمینار صدر تکړه لیکوال او شاعر برملا خان برمول او مشر میلمه یې دروند استاد ښآغلئ غازی سیال وو محمدطاهر خوږمن هوتک بیا دکوربه په حیث له دروند ادیب همایون مندوخیل او ښاغلی غلام محمد محمدی ؛ ښاغلی آطلس خان مطلوم مل ؛ ښاغلی ډاکټر اورنګزیب احساس ؛ ښآغلی مقبول احمد ناصر ؛ ښاغلی بخت مندوخیل ؛ ښآغلی ګوهر وزیر ؛ ښآغلی ایوب ؛ او ښاغلی شیخ محمد یار خان مندوخیل سره پر دریځ یاسټیج باندي ناست وو.

دسټیج چاري مسرور م وسی خیل او نسیم ګل نسیم پر مخ بیولي سیمینار سهار پر لس بجي دژوب دډګری کالج په تالار کی دښاغلی عنایت الله صاحب له لوری دقرآن کریم په سپیڅلو آیاتونو سره پیل شو چي له همدې وروسته دمقالو لړۍ پیل شوه .

لومړۍ مقا ه دښاغلی نسیم ګل نسیم وه او بیا تکړه شاعر داود بخت مندوخیل خپله مقاله وویله او همدارنګه پر خپل وارنورو درنو لیکوالانو لکه ډاکټر اورنګزیب احساس ؛ ښاغلی اطلس خان مظلوم مل خپلي مقالي وویلي دبی آر ایس پی غلام مح مدمحمدی او درادیو پاکستان ژوب پروډیسر ښاغلی همایون مندوخیل ښاغلی محمد طاهر هوتک ته پر کتاب چاپولو او سیمینار جوړولو مبارکي وویله همایون مندوخیل دمحمد طاهر هوتک کتاب ودروند استاد ښآغلی غازی سیال ته ډالۍ کړو او ټولو میلمنو شاعرانو ته یې درادیو پاکستان ته دورتګ بلنه ورکړه څو دغه شاعران خپل شعرونه همدارنګه په عامه توګه دپښتو ژبی اهمیت درادیو له لاری داوریدونکو تر غوږونو پوري ورسوي له همدې ډالۍ وروسته دسیمینار ومړۍ برخه هم پای ته ورسیده او له دې وروسته دپسرلنۍ مشاعری برخه پیل شوه دیادولو وړ ده چي په دغه مشاعره کي په سلګونو شاعرانو او عامو وګړو ګډون کړئ وو او پکښی اکثره شعرونه پسرلي او دپښتون قوم په مینځ کی اتفاق او وحدت را وستلو په اړوند وویل شو او دناستو خلګو له لوری ځخه په ډیره منظمه توګه سره بدرګه کیدو دمشاعرې په پآی کی ښ غلی نسیم ګل نسیم درادیو پاکستان ژوب ؛ ډی پی او زاهد افضل ؛ دبی ار ایس پی او خبریالانو رفیع الله مندوخیل ؛ خدای نور ناصر ؛ شاه بران کاکړ ؛ او رفیق مندوخیل ځخه دزړه له تله مننه وکړه.
دغه مشاره بیا ماښام پر4 بجو پای ته ورسیده .
 
  جنوبی پښتونخوا ژوب