بي بي سي
د افغانستان ملي جبهې دډاکټر عبدالله په
اړه ددغې ټلوالې د يو پياوړي غړي او د ولسمشر کرزي د پخواني مرستيال قسيم فهيم څرگندونې په کلکه رد کړي .
ښاغلي فهيم تېره ورځ وويل چې ښاغلی عبدالله عبدالله د دغې ټلوالې له خوا د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د جبهې د ټولو غړو په خوښه نه دى نومول شوى .
خو ددغې ټلوالې وياند فاضل سنګچارکي وايي چې ښاغلى فهيم نن سبا ولسمشر کرزي ته نژدې شوى او غواړي د ولسمشرۍ په راروانو ټولټاکنو کې دهغه ملاتړ وکړي .
د ټلوالې د دغړو له بيلابيلو څرگندونو څخه داسې ښکاري چې په ټلواله کې ستر درز را دبره شوى او د ټلوالې غړي سره په ملي مسلو کې هم يوه خوله نه دي .
تر دې وړاندې هم د دغې ټلوالې د مشرتابه پر سر ډېر ځله ورته گونگوسې اورېدل شوې دي .
د يو شمير کتونکو په باور د دغې ټلوالې د مشرتابه د يوه پياوړي غړي او د افغان ولسمشر د پخواني مرستيال قسيم فهيم وروستيو څرگندونو ته سملاسي د کلک غبرگون په ډاگه کول دا ښيي چې ښايي دغه ټلواله په خپلو کې سره په دوه برخو وېشل شوې وي .
فاضل سنگچارکي دښاغلي فهيم دخبرو په غبرګون کې بي بي سي ته وويل : ((تېره ورځ د افغانستان ملي جبهې رهبري شورا د برهان الدين رباني په مشرۍ غونډه وکړه .
په دې غونډه کې د جبهې غوڅ اکثريت برخه لرله او له ډېرو خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه چې د ډاکټر عبدالله له کاندېدو نه يې ملاتړ وکړ .
خو ښاغلي مارشال د هغو ستونزو او دلايلو له کبله چې لرل يې ، ښاغلي کرزي ته نژدې شوى او هغه يوازنی کس دى چې غوښتل يې د ښاغلي کرزي ملاتړ وکړي .
خو د جبهې ټول غړي په دې باور و، چې يو خپلواک نوماند د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره و نوموو. ))
ښاغلي سنگچارکي دښاغلي فهيم هغه خبره هم بابېزه گڼي چې ويلي و، د ملي جبهې د مشرتابه گڼو غړو د ښاغلي عبدال ه له نوماندېدو سره مخالفت څرگند کړى : (( ښاغلى امير صيب اسماعيل خان او د ولسمشر لومړى مرستيال ډېر ځله د ملي جبهې د مشرتابه په غونډو کې د يو شمېر دلايلو په وجه برخه نه اخلي او هغوى د حکومت غړي دي ، خو د هغوى نه گډون په دې مانا نه دى چې هغوى به له دغه کار سره مخالفت کړى وي .
هغوى د ټېلېفون په ليکه تل په دغه شان پرېکړو کې ب خه اخلي ، دا رنگه مصطفى ظاهر د يو شمېر بوختياو له امله نه و راغلى ، خو د هغه استازي په دغې غونډه کې رغنده ون ه لرله . ))
ملي جبهه چې تل له دولسمشرکرزي له ادارې سره په مخالفت کې ولاړه ده د پخوانيو جهادي ډلو او د يو شمېر کيڼ اړخو څخه جوړه شوې ټلواله ده چې په ډېرو سياسي کړيو کې د دغې جبهې د بېلېدو او انشعابونو پر سر خبرې اترې ېرې اورېدل کېږي .
خو ښايي دا لومړى ځل وي چې د دغې ټلوالې د مشرتابه په منځ کې دغه شان ژور اختلاف رسنيو ته اره مومي .
تر ډاکټر عبدالله وړاندې پنځلسو نورو کسانو هم دغې څوکۍ ته ځانونه نومولي دي خو د ټاکنو خپلواک
کمېسېون وايي چې د کانديدانو رسمي نوم ليکنه به په راتلونکې اونۍ کې پيل شي .