١٨ دوری ١٣٨٤
پوهان اوس په دې بريالي سوې دي چې ديوه ژن په اصلاح کولو سره چې په بدن کې ديوه مهم انزايم د جوړولو مسئوليت لري، د هغه کړپندوکي هډوکو ياغضروفونو تدريجي سولېدل يا دمينځه تلل و دروي کوم چې د مفصلو يا بندو په شاو خوا کې د پړسوب باعث ګرځي .
دامريکا او استراليا د څېړونکو ټيمونه هيله لري چې دهغوي څېړني به په دې وتوانيږي چې د مفصلو يا بندو د پړسوب و علاج ته ﻻره هواره کې.
ددې څېړنو جزئيات چې پر موږکانو باندي تر سره سوي دي د "نيچر" په خپرونه کې خپاره سوی دي .
غضروفونه يا کړپنډوکي هډوکي د "آگرکان" په نامه د يوه ګټور عنصر درلودونکی دی چې د ضربې و مخي ته درېږي . دا عنصر د غضروف يا کړپندوکي سره مرسته کوي چې وزن وزغمي او د هغه د فشار سره مقاومت وکړي .
دسالمو اشخاصو غضروفونه په زياته اندازه "آگرکان" لري، خو په هغو کسانو کې چې د مفاصلويا بندو په پړسوب اخته دي دغه عنصر د "آګرکاناسيس" نومي انزايمو د مجموعې په وسيله له مينځه ځې او په نتيجه کې غضروف د ضربې د مخنيوی مقاومت يا وړ توب د لاسه ورکوي.
د "وايت" (Wyeth) امريکايې شرکت ، د استراليا د ملبورن د پوهنتون او د مرداک د ماشومانو د مو سسي څېړونکو ، د آگرکاناسيس په انزايمو پوري د تړلي کورنۍ يو بل انزايم چې " آګرکاناسيس _ ٢" ياديږي کشف کړی دی چې د غضروف يا کړپندوکی د خراپېدو په پروسه کې يو ډېر اساسي نقش لوبوي.
دې څېړونکو د موږکانو په ژن کې داسي لاس وهنه کړېده چې يوه برخه يې ددې انزايم نه بې برخي سي او مرسته وکړي چې دغه حيوانان تر يوه حده پوري د غضروف د خراپېدو نه خوندي پاتي سي.
څېړندويان په دې باوردي چې د بندو يا مفصلو دپړسوب د ناروغيو سره دمقابلې امکانات د هغو درملو د لاري چې انساني ډول " آګرکاناسيس _ ٢" تړي وجود لري .
دکتر اماندا فوسانګ داستراليايې ټيم يو غړی وايې:" چې تر نن ورځې پوري موږ دقيقاً نه پوهېدلو چې کوم آنزيم بايد وتړو.
هغه وايې که څوک و نه پوهيږي چې دښمن څوک دی څرنګه به دهغه سره جګړه وسي . هغه زياته کړه اوس چې دښمن و پېژندل سو نو کولاي سو چې ډېري کارنده دطبي علاج ﻻري پيدا کړو .