په زابل کي د بادام ګل مشاعره جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2520
غوث الدين فروتن - کندهار
دخبریدو نیټه : 2005-04-07

غوث الدين فروتن - کندهار

په زابل كې د بادام ګل مشاعره جوړه شوه

د روان ۱۳۸۴ لمريز كال د وري د مياشتې په ۱۳ د شنبې په ورځ د سهار په نهو بجو د بادام ګل په وياړ مشاعره جوړه شوه.

په دې مشاعرې كې د زابل ولايت پر ليكوالو، شاعرانو، او مينه والو سربېره له كندهار ولايت څخه د افغان مطبوعاتي او فرهنګي مركز (ايينه)، بېنوا فرهنګي ټولنې، هيواد كلتوري ټولنې، كندهار نندارې او د سهيل لوېديزې سيمې ګڼو شاعرانو، ليكوالو، ممثلينو او نورو مينه والو ګډون كړى وو.

لومړى د زابل ولايت والي دلبر جان ارمان وينا وكړه او دداسې مشاعرو او غونډو په ارزښت يې خبرې وكړې او له داسې غونډو او مشاعرو سره يې خپل ملاتړ څرګند كړ اوخپل شعر د غونډې برخوالو ته وړاندې كړ.

ورپسې د ترنك ادبي ټولنې مشر سيدا جان غمخور وينا وكړه، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل: دا زمونږ دوهم ځل دى چې په زابل ولايت كې د بادام ګل په وياړ مشاعرې جوړوو، غواړو چې د بادام ګل مشاعره يو دوديز شكل غوره كړي، د ترنك ادبي ټولنه او د زابل ولايت فرهنګيان، ليكوال او شاعران به په راتلونكي كې هر ځل د نوي كال د رابره كېدو سره سم دا ورځ د مشاعرې په ترڅ كې لمانځي.

په دې مشاعره كې ټولو هغو شاعرانو چې د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه راغلي وو خپل شعرونه واورول. دا غونډه د ماسپښين په دوو بجو پاى ته ورسېده.

 

په زابل کې د بادام ګل په زړه پوري مشاعره وشوه

په کندهار کې د  ايېنې مطبوعاتي څانګي مسول غوث الدين فروتن په مشاعره کې

د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار په مشاعره کي شعر واوراوه

د هيواد کلتوري ټولني مشر ښاغلی واصل حسنيار د شعر ويلو پر مهال

په زابل کي د بادام ګل  مشاعرې د ګډون والو يوه برخه

د بادام ګل مشاعرې له ګډون کوونکو څخه