١٩ دوری ١٣٨٤
د اشپيگل مجلې د سې شنبې په ورځ دخپلي ا نترنتي پاڼي د لاري د ينا د پوهنتون د فزيک د موسسې د ستوري پېژندونکي رصد خانې د مدير "رالف نوي هويزر" دخولې نه ويلي دي : چې موږ پوره ډاډمن يو چې يوه نوې کره مو کشف کړېده .
ددغې سيارې انځور د کوچنيو ټکو په څېر ښودل کيږي چې د "ګ كو لوپي" د ستوری سره ملګرتوب کوي
په داسي حال کې چې "ګ كو لوپي" ستوری چې په شمسي منظومه کې و لمر ته ورته دی د عمر نه يې يوازي يو مليون کاله تيريږي خو لمر بيا ددېنه ٤٦٠٠ واره زيات عمر لري .
د"ګ كو لوپي" ستوری د ځمکې نه٤٠٠ نوري کاله واټن لري ( هر نوري کال څه نا څه لس بيليونه کيلومتره دی)
په هغه عکس کې چې په چيلي کې د اروپا د رصد خانې د تلسکوپ لخوا اخيستل سوی دی يوه ستره ګازي توده ليدل کيږي چې د څېړونکو په حساب د يوه نه تر دريو ځله پوري د مشتري دسيارې په اندازه وزن لري .