د غزني خلک: دغزني د والي د هلوځلو ستاينه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25256
وحيد غزنيوال – غزني
دخبریدو نیټه : 2009-04-21

 

لکه څنګه چې په وروستيو ورځو کې له رسنيو څخه د غزني د والي ډاکتر محمدعثمان عثماني او ددغه ولايت د ولايتي شورا د ځينو استازو تر منځ د اختلاف خبرونه خپرېږي، خو د غزني خلک وايي چې په تېرو څو مياشتو کې د غزني د والي په هلو ځلو ددغه ولايت په اداري چارو او د خلکو په ژوندانه کې داسي مثبت بدلونونه راغلي دي، چې د دوى په وينا په تېرو اوو کلونو کې په غزني کې داسي پرمختګونه نه دي تر سترګو شوي.

د غزني د اندړو ولسوالي اوسېدونکى محمدکريم وايي چې له تېرو څو ميا تو راهيسي چې ډاکتر محمدعثمان عثماني غزني ته د والي په توګه راغلى نو ددغه ولايت د خلکو د ژوندانه د کچې په وړوالي کې مثبت بدلون راغلى دى، د محمد کريم په وينا چې د عثماني د ولايت پر مهال د غزني په امنيتي، ښوونيزو او د بيارغونې په فعاليتونو کې ګړنديتوب راغلى دى.
هغه زياته کړه: چې مخکې هغه کسان چې په دولتي ادارو کې يې دندې درلودې، په غزني ښار کې پټ گرځېدل، خو اوس دولتي کسان آن  ولسواليو ته په ډاډه زړه تګ او راتګ کولى شي.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ يو تن قومي مشر د نوم د نه ښودلو په شرط وايي چې دوى د غزني د والي له فعاليتونو څخه خوښ دي، ځکه چې له والي سره ملي فکر دى، او د هغه په وينا د غزنې د بياودانولو او په غزني کې د امنيت په ټينګښت کې خورا ډېري هلي ځلې کوي، دهغه په خبره چې ولسمشر حامدکرزي دا ځل غزني ته يو مناسب او وړ کس د والي په توګه رالېږلى د .
هغه زياتوي چې ډاکتر عثماني په تېرو اوو کلونو کې د غزني لومړنى والي دى چې په غزني کې د بيارغونې او روغې جوړې لپاره کار کوي، د هغه په وينا چې تر عثماني مخکې تيرو واليانو له خلکو سره درغلي او يوازي او يوازي د خپلو جېبونو د ډکولو لپاره کار کاوه، هغه وايي د غزني له والي سره مخالفت د غزني له ټولو پښتنو سره دښمني ده، دى وايي کله چې ډاکتر عثماني څو مياشتې مخکې غزني ته د والي په توګه راغى په هغه وخت کې د غزني په سلو کې ٨٠ ښوونځي د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوي وو، خو اوس ددغه ولايت په سلو کې تر ٩٠ زيات ښوونځي د زده کونکو پر مخ پ انيستي دي، چې د سيمي په ښوونيز حالت کې يو ښه او د پام وړ بدلون دى.
هغه زياتوي چې قوم يې پرېکړه کړې ده چې که د غزني والي له دې ولايت څخه بدل شي، نو دوى به په راتلونکو انتخاباتو کې برخه وانخلي.

همدارنګه د غزني يو تن بل اوسېدونکى حاجي بشير وايي چې د غزني له والي سره د دې ولايت د ولايتي شورا مخالفت يوهسي بې ځايه کار دى، هغه وايي چې د ولايتي شورا استازو په تېرو څو کلونو کې د اولس د خلکو لپاره هيڅ هم نه دي کړي، او دا چې اوس بيا د انتخاباتو وخت را رسېدلى دى، نو د ولايتي شورا استازي هڅه کوي د دفتر په تړلو، په والي پسي د تورونو په لګولو په اولس کې محبوبيت پيداکړي او د غزني له خلکو څخه يو ځل بيا په چل او ول رايه ترلاسه کړي.

دا په داسي حال کې ده چې څه موده مخکې په خپله د غزني والي ډاکتر محمدعثمان عثماني رسنيو ته ويلي وو چې د نوي کال لپاره په غزني کې د بيارغونې د پروژو لپاره زياته بوديجه موجوده ده، چې دغه بوديجه به په غزني کې د ښوونځيو لپاره پر ودانيو، وغتيايي مرکزونو، د سړکونو پخولو او نورو پرمختيايي کارونو ولګول شي.
د والي ډاکتر عثماني په وينا چې ددغو پروژو په ترسره کولو به د غزني د خلکو په ژوندانه کې مثبت بدلونونه راشي، د ښاغلي عثماني په وينا دا چې غزن   د ٢٠١٣ کال د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه ټاکل شوى دى، نو دوى هڅه کوي چې په غزني کې د بيارغونې کارونه ښه ګړندي کړي.
هغه زياته کړه چې ددې ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره پوره او ډاډمن امنيت ته اړتيا ده، چې دده په وينا اوس د غزني ولايت امنيت د تېر په پرتله څو برابره ښه شوى دى. د والي په خبره چې د غزني له خلکو سره يې ژم نه کړې چې په دې ولايت کې به پوره امنيت تامينوي، ترڅو خلک د امن په فضا کې  د خوښۍ ژوند وکړي.