په افغانستان کې سوله څنګه او کله راتلاى شي (۳ برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25347
غلام محمد زرملوال
دخبریدو نیټه : 2009-04-25

 ددې لیکني مخکنۍ برخه دلته ولولئ

له روسانو سره د جهاد په بهير کې لوېديزوالو، افغانانو ته د هغو تورو عينکو له شا کتل چې راجه-جرنيل ضياالحق ورپه سترګو کړې وي.  نوموړي جرنيل، "له امريکا او پرنګي سره د افغانانو پر سر معامله" کې داسې ښودلي وو چې افغانان يو ملت نه، بلکې د وروسته پاتې "بې سره وحشي قبايلو" يوه ټولګه ده، چې د خپل حکومت او پر خپل ځان د حاکميت وړتيا نه لري.  دا کړنلاره د پرنګي-پنجابي ساحرانو له خوا په دومره زرنګۍ سره عياره شوې وه چې حتى په خپله د افغانانو په ککرو کې يې داسې فکر ايجاد کړى و چې ګنې رښتيا به هم ښايي هغه سترلامل و چې د افغانستان د بدمرغيو او پسمانيو علتونه يې برابر کړي وو.  د افغانانو پر قبايلي ټولنه د بدلولو او پکې د ساتلو موخه، چې د بابر له زمانې بيا د جرنيل ضيا تر دکتاتورۍ او له هغه وروسته روانه وه، په رښتيا هم د يادو شويو موخو لپاره او پر يوه پياوړي هيواد د افغانانو د خاورې د جوړېدلو مخنيوى و. 

په ١٩٨٩ کې له افغانستان نه د روسانو تر وتلو او په ١٩٩٢ کې د وروستي پرچمي مشر په نسکورېدو پسې، پنجابي جرنيلانو  پخپله لم نه کې روزلي ليوان پر افغانانو ورخوشې کړل؛ او "تر وروستي افغانه" د ګرد افغان ملت په غوښو څېرلو، هډوکو ماتولو او نشتولو يې لاس پورې کړ.  پداسې حال کې چې ".. په ١٩٩٣ کال د ډيورند لاين سل کلن تړون پاى ته رسېدلى و، خو د يوه پياوړي او متحد افغانستان له پښو لوېدو سره د پښتونستان کشاله هم مړه شوې وه. او د دې کشالې تر خاورو لاندې ساتلو د باوري کېدو پر تکل، [بېنظير] بوتهو او [نصيرالله] بابر راتلونکي درۍ کاله پر دې بوخت وو چې لرې پرتو درو ته پوځي لارې وغزوي او ـ د شمالي صوبه سرحد د اسامبلۍ [ولسي جرګې] د جوړولو له لارې ـ قبايلي سيمې [د پاکستان] تر فدرالي نظام لاندې راولي. [25]

د دې موخې تر لاسه کولو لپاره پاکستاني راجه-جرنيلانو او بيروکراسۍ له ١٩٤٧ او په تېره انګرېزانو دوه سوه کاله له هر ډول وسيلو څخه کار اخستى و.  يو سل او شپېته کاله يې پر افغانانو مخامخ يرغ ونه کول؛ وژل يې؛ کورونه يې ور ورانول ـ ساه کېښلو او پر يوه غولي د غونډېدو موکه يې نه ورکوله. جرنيل ضيا د افغانانو د ملي هويت د له منځه وړلو لپاره  هغوى په غلجي، دراني؛ مسلمان او کافر؛ افراطي او منځدريځ؛ تنظيمي او ناتنظيمي او نورو او نورو داسې وېشلي وو چې چا د خپلې خاورې او وطن نوم په  ژبه نه شو راوړلاى. کرکجن کابل ته يې اور واچاوه؛ د افغانستان هرڅه يې  تباه کړل؛ مليونونه افغانان يې شهيدان، شل او شوټ کړل؛ درۍ نسله يې له پوهنې او سواد او د ژوند له ډېرو لومړنيو وسايلو نه محروم کړل.  کله چې يې دا ټولې لوبې، په خورا برياليتوب، سر ته و سولې، زړه يې لا نه و يخ شوى او يوځل  بيا يې د دې "بې سره، باغي قوم" د ورکولو په تکل ـ د نواز شريف او راجه-جرنيل پروېز مشرف په وجود کې د "ترهګرو" تر ټاپې لاندې په وژلو، ځورولو، د امريکايې  ډالرو په بدل کې يې پر پلورلو لاس پورې کړ. هغه مجاهدين، چې جرنيل ضيا يې د وصايت دعوا کوله، او رونلډ ريګن د خپلو "نيکونو معادل" ګڼل، د  ضيا د زوى، احسان الحق، پر لاس زولانه؛  او ګوانتانامو ته استولو کېدل. هغه "پنډ خېټى او پنډ شونډى" افسر، چې په اسلام اباد کې افغان سفير، ملا ضعيف، ته يې ويلي وو چې 'Your Excellency, you are no more your Excellency' د هماغه ضيا ميراتخور و.

غليم زموږ له وياړلي تاريخ سره هم همداسې لوبه کوله.

تېر تاريخ د ملتونو هنداره، له هغه نه پر زدکړه خپله  راتلونکې ټاکي او پر لور يې ګامونه پورته کوي. له بده مرغه چې د افغانانو تاريخ پرديو ليکلى؛ و ته د افغان دښمنه پرديو د خيرنو انګېزو، مغرضو سترګو او ړندو نيتونو له زاويې کتل شوي؛ ماضي مو مسخ کړل شوې؛ ح ال مو د نا باورۍ له توپانونو سره مخامخ کړ شوى؛ راتلونکې مو ناڅرګنده؛ او ځوان نسل مو، چې د هيواد د راتلونکې سرمايه ده، د ناخبرۍ او پرځان د نه ډاډ او ناويساينې په تورتم کې پرېښودل شوى دى.  په دې لوبه کې زموږ يو شمېر خبره ګانو، ليکوالو او تاريخ پوهانو غټه ونډه درلوده او د دې تورتم د ايجادولو برخه ګرځېدلي دي. نه يواځې دا چې د داسې اجنبي خيرنو نيتونو پر بربنډولو او پرخلاف يې د ملي دريځ پر غوره کولو نه دي بريالي شوي، بلکې له هغوى سره په س ا او لاس يو کولو يې زموږ له ماضي، حال او راتلونکې سره بېرحمانه چلند کړى او کوي يې.

د افغانانو دا "پردي پال او خپل وژونکي" يواځې د شلمې پېړۍ په وروستيو دوه نيمو لسيزو او يوويشتمې پېړۍ د لومړۍ لسيزې د پيل په بهير کې هغه يو شمېر چرند ليکونکي او نفرت خورونکي نه دي چې د دښمن په لمسون، اشاره او کومنده يې زموږ د ملي وياړونو د سپکاوي تکل يې کړى؛ او زموږ د ګرد ملت او هيواد د تباهۍ بډې يې وهلې دي ـ بلکې له دې زماني مهال د  مخه هغه يو شمېر خبره ګان هم دي چې د دروند نوم خاوندانو په منځ کې يې ځاى نيولى دى. دې کسانو ـ په شعوري توګه ـ په رډو سترګو او ز نګۍ سره زموږ د ملي تاريخ او ملي شخصيتونو د کارنامو د انحراف هڅه کړې؛ پر هکله يې تحليل ړوند؛ قضاوت ناعاد انه؛ مالومات نامتوازن؛  تمايل سکتريستي او زموږ ملي تاريخ يې محض د تور پروپاګند، بې بنسټه کليشو او شعا ونو سطح ته راټيټ کړى دى. 

 خو پر دې ټولو سربېره ـ دهغه پياوړي او پاخه کلتور او تاريخ له کبله چې په وينو او هډوکو کې يې اخښل شوى و ـ د احمدشاه بابا د خاورې ټول افغانان "د ننګ  په کار کې سره يو، پټ او اشکار" دي؛  او "د افغان په ننګ يې توره" تړلې.  هېڅکله يې هم غليم ته سر نه دى ټيټ کړى او د هرې زمانې له چنګېز او انګرېز سره يې د خپل وطن او نواميسو د دفاع په لار کې ډغرې وهلې دي.  که چېرې افغانستان د غليمانو د تاړاکونو ډګر نه واى؛ که چېرې ترې د ژوند ټول وسايل نه واى اخستل شوي؛ که چېرې له پوهې او سواد څخه بې برخې نه واى ساتل شوي، نو هرو مرو به نن دا ملت د نړۍ د خورا سوکالو، پياوړيو او سترو هيوادونو په ډله کې واى. او وي به ـ ان شاءالله تعالى

پدې کې هېڅ د شک ځاى نشته چې افغانان يو وياړلى پياوړى ملت دۍ او وياړلى تاريخ لري.  د افغانانو ټاټوبى د زمانو په بهير کې د نهضتونو او مېړونو د زېږولو زانګو پاتې شوى دى. د تېرو پنځو پېړيو په بهير کې ـ له لوديانو رانيولې، بيا تر سو يانو[26]؛ د پير روښان له غورځنګه بيا د افغان ولسپالنې تر پلار، خوشحال بابا پورې؛ له ميرويس نيکه بيا تر احمد اه ابدالي بابا؛ له سيد جمال الدين افغاني بيا تر اماني نهضته؛ د "اصلاح افاغنه" او خدايي خدمتګار د غورځنګ بنسټ اېښودونکي او په عمل کې د افغان ملي فلسفي، عدم تشدد، پلي کوونکي، فخر افغان- باچاخان؛ د خان شهيد عبدالصم دخان اڅکزي تر انجمن وطن؛ ويښ زلميانو؛ او د ولسواکۍ تر بانۍ، خداى بښلي شهيد محمد داود، پورې ـ ټول هغه مش ونه دي چې افغان ولس ته يې تګلورى ټاکلى او ملي موخې يې ور په ګوته کړې دي. هيله ده زموږ ملت به د غفلت او له ځان او جهانه د ناخبرۍ له خوبه پاڅي؛ خپل تاريخ، راتلونکې، برخليک او ژوند ته به د دې معيارونو په رڼا کې کتنه کوي او ټاکي.

***

کله چې پرنګي ته نواز شريف د چوپړ وهنې تصدۍ پاى ته ورسېده، دا کار د راجه-جرنيل پروېز مشرف پر غاړه واچول شو. نوموړي پخپل وار د پرنګي چوپړ پر خلاصو تڼيو کاوه. د عامو سلګونو مليونو ـ پنجابي، پښتون، ب وڅ، سندهي ـ پر غولونه، اغفالونه، ځورونه او وژنه يې پيل کړى و. خو د دې ټولو ترهېدلو او بوږنېدلو ولسونو زغم هغه وخت پاى ته ورسېد کله چې راجه-جرنيلي واکمنانو د اسلام اباد په سره جومات کې ـ د تورپوښو سلګونو ښځو په ګډون ـ د ملايانو په راټوله شوې غونډه يې ماشينونه وچلول؛ د هغوى د امام، عبدالرشيد غازي، پر شمول، په سلګونو يې هيدان کړل. دا هغه وروستۍ "پلاله" وه چې "د اوښ ملا يې ماته کړه"؛ راجه-جرنيلي واکمنان ـ په تېره بيا کله چې د ام يکايي بادار د غوسې مرکز وګرځېدل ـ په "دوه لومو کې" بند؛ د ولسونو د غولولو له ټولو وسلو، بېوسلې؛ او په هغه بېګناه وينو او اور کې غوپه شول چې دوه پېړۍ، او په ځانګړې توګه د شلمې او يوويشتمې پېړۍ د درۍ لسيزو په بهير کې يې پر ګرد لر او بر افغان ملت لورولي وو.

پر دې مهال بيا، د دې پرځاى چې په سړه سينه او ساړه سر د حالاتو جاج واخ ي؛ او ومني چې ټوله وضع دوى پخپله زېږولې؛ هغه څه رېبي چې پخپله يې کرلي؛ د جرنيلي حاکمانو "استبدادي نشه" طغياني شوله ـ د ملتونو د ټاکل شويو استازو په ترور يې لاس پورې کړ؛ هره پړه يې پر "طالبانو، ترهګرو او اف اطيونو" واچوله ـ حتى د انفرادي بېګناه وګړو لپاره يې توطيې جوړې کړې؛ او په بهرنيو هيوادو کې يې داسې چارې وکړې چې کوچني ماشومان هم د هغو پر پايلو پوهېداى شول.

د برتانوي حکومت دريځ هم دې ته ورته دى.  انګرېزان چې لا اوس هم ځان د خپلو پخوانيو کالونيو پر تخت ناست انګېري، چمتو نه دي هغه څلي ړنګ شي چې د دوى پر لاس درول شوي دي. د انګريزي غږيز او انځوريزو دستګاو پر ګډون، د هغوى جاسوسان او لاسپوڅي شپه او ورځ پدې هڅه دي چې د جګړې اور په پښتني سيمو کې لګېدلى وساتي؛ او افغانان "سيمييزو ايتنيکي پاټکسالارانو ته د ځواک وېشلو" په وجود کې کاواکه او کمځواکه کړي. دا هم هرچا ته جوته شوې چې د دې ټول غملړلي تاريخ په اوږدو کې د دښمن اساسي موخه د پنځوس مليون پښتنو پر ګونډو کول او نشتول دي. د دې بدشومو ارادو کچه او پولې هغه وخت څرګندې شوې چې کله د کرزي ادارې افغانستان ته د "وايسراى" په توګه د برتانوي ديپلومات، پاډي اشډون، له منلو سر وغړاوه؛ او له هلمند څخه يې دوه تنه "جاسوسان"، چې له "سولې ته د يوې ډلې طالبانو" په رابلنه بوخت وو، له هيواده ويستل.

د بشري تاريخ ټولې پاڼې د دې واقعيت ګواه دي چې ـ د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې ـ يوې کوچنۍ ډلې حريصانو، متکبرينو او پر پرديو تړلو دوزخي جفاکارو، انساني ټولنو ته خپله خاوره او خپل کور د اور پر ترونونو اړولي او د هغوى هر څه يې پکې ستي کړي دي.  زموږ پر ټو نو تر لګيدلي اور لاندې پروت اورلګيت، بېله استثنا، د انګرېزي کارخانو محصول دى. نو لدې کبله اوس د ملتونو او د پرديو په چوپړ کې حاکمانو ترمنځ حساب جلا شوى دى.  اوس د دې وخت رارسېدلى چې د تېرو دوو سوو کلونو په بهير کې د پ نګي پر لاس درول شوي د کرکې څلي ړنګ شي؛  خوارو، وروسته پاتې او د ناپوهۍ په تورتم کې ساتلو ملتونو ته د پر ځان وېساينې، پوهې او ځان پېژندنې امکانات چمتو کړاى شي. ټولو ځانګړو تاريخي ملتونو ـ پنجابي، پښتون، بلوڅ، سندهي ـ ته خپل حقوق، خپلې خاورې او خپلې پولې وسپارلى شي. پدې کې شک نشته چې دا ګرد ملتونه به په بېلابېلو  بڼو پر يوه نغ ي سره ټولېږي او هوسا ژوند به کوي.

باور لرم چې د يوويشتمې پېړۍ په درشل کې ټولو، خپل او پردي ته، څرګنده وې چې افغان ملت نه د مرګ او نه د غلامۍ کولو وړ دى.  دا  هم ټولو ته ثابته شوي چې افغانان، پر کومه کچه چې د خپلې خاورې او نواميسو په لار کې د وسلې استعمال او سرښندنې ته چمتووالى لري، پر هغه کچه د دوستۍ او "عدم تشدد" پر ف سفه هم ګروهمن دي.  نو د نړيوالو په ذهنونو کې دا سوچ د ودې په حال کې دى چې د سيمې او نړۍ د سولې، ارامۍ او بشري ح ونو پرځاى کېدنه دې ملت ته د سولې او ارامۍ د موکې له ورکولو پرته ناشوني دي. دا کار،د ملي وحدت ارمان ته د رسېدو پر لور، په خپله د افغانانو پر لاس د هغو لاملونو د له منځه وړلو سره په پيل کېدو دى چې د دوى د وروسته والي لپا ه استعمال شوي دي.  افغانانو  ټينګ هوډ کړى چې ترخپل منځ د پرنګي پرلاس کرکجن درول شوى څلي به ړنګوي؛ مغُل ويبار به له منځه باسي؛ پوهنې او تکنالوژۍ ته به لار پرانيزي؛ له ګردې متمدنې نړۍ سره به د دوستۍ او ملګرتيا اړېکي جوړوي؛ او د خپل دود او کلتور د ودې او پراختيا لپاره به نا ستومانه کېدونکي زيار ته ملا تړي.  ------------------(پای)----------------------------

***

--------------------------------------------------------------------------------

[1]  د تفصيل لپاره د بېنوا (رح) "افغان نوميالي"؛ او د استاد علامه رشاد (رح) "افغانان په هند" کې کتابونه وګورئ.

[2]  فرېز - ټاييټلر: افغانستان –  په منځنۍ اسيا کې سياسي انکشافات – ٦٢ مخ

[3]  غلام محمد غبار – "افغانستان در م سير تاريخ" – لومړى او دويم ټوک بشپړ – ٢٠٠١ کال

[4]  د شاهرخ په شاهي مُهر کې دا بيت کيندل شوى و:

يافت از الطاف احمد پادشاه      شاهرخ بر تخت شاهى تکيه گاه!

[5]  But such genius is rare among the Afghans as among other races.  Nor had the Afghan people as a whole acquired that stability of purpose which would have enabled them to consolidate control of the vast dominions acquired by Ahmad Shah, or to found an enduring dynasty to replace the dying empire of the Moguls.  Fraser –Tytler – Afghanistan: A Study of Political Developments in Central Asia – Oxford University Press, London, 1950

[6]  Never was a defeat more complete; … Never again the Mahrattas  threaten Northern India … the defeat of Panipat undoubtedly shook the prestige of the Peshwas in the Deccan and paved the way for the British expansion at a later date., Fraser-Tytler, Afghanistan, p64

[7]  غلام محمد غبار – "افغانستان در مسير تاريخ" – لومړى او دويم ټوک – ٣٨٠ مخ

[8]  'There are many eminent persons that they have declared themselves very desirous to live among us, might they be secured… While in the first seven years of the company's rule the population of Bombay rose sixfold; 'eloquent testimony to the security which the harassed  people of this seaboard, where Mogul and Mahratta were inn the first stages of their long warfare, discerned  within its borders'. Fraser-Tytler, Afghanistan: A Study of Political Developments in Central Asia – Oxford University Press, 1950, p75

[9]  هماغه ځاى.

[10]  جنرال ضيا الحق هم د ذُالفقار بوتهو له خوا په ١٩٧٠ مو کې له دې کبله د پوځ مشر ټاکل شوى و، چې "تابعدار" او ترې وېره نه کېدله.  هماغه ضياالحق و چې بوتهو يې پر دار وځړاوه.

[11]  The Amir might have followed up this victory by the reoccupation of Peshawar.  He deemed it more advisable, however, to seek the intervention of Lord Auckland, newly Governor-General of India, in settling the differences between himself and the Sikh ruler., Fraser-Tytler, p76

[12]  ".. جماعت قزلباش کابل ع يضه به حضور فتحعلى شاه عرض کرده، به وسيله حسينقلى خان جوانشير به تهران فرستادند که نظر به اينکه جماعت قز باش به ايران نزديک و از قديم مطيع سلاطين ايران بوده ايم، يکى از شهزادگان را با لشکر به اين طرف اعزام فرم ايند، ما نيز با او متحد شده،  شر پسرهاى پاينده خان را رفع و آنها را به دولت ايران تسليم نماييم.  دربار اي ان که به واسطه جنگ با روسيه فرسوده و خسارت زيادى تحميل شده بود و با دولت انگليس نيز عهدنامه داشت که اعزام قشون به آن طرف موجب رنجش آنها مى شد، بر طبق تقاضاى جوانشير نامه به واليان سند نوشته و حسينقلى خان را از اه سند امر به مراجعت نمود و رنجيت سنګهه نيز از وضعيت افاغنه استفاده کرده، آن حدود را تا کشمير، و پنجاب و اتک منصرف شد."

[13]  The welfare of our possessions in the East requires that we should have on our western frontier an ally who is interested in resisting aggression , and establishing tranquility, in the place of chiefs ranging themselves in subservience to a hostile power, and asking to promote schemes of conquest and aggrandizement., Fraser-Tytler, Afghanistan-p110

[14]  'We ought indeed to be grateful to Providence for having permitted our relations with Afghanistan to be so successfully arranged before the arrival of this crisis, for I am convinced that, had it not been that the minds of the Afghans were in a measure prepared  for the Amir's non-interference,  he could not have prevented a general rush down the passes, which must have added greatly to our embarrassment at Peshawar and along the frontier.', Major Lumsden's Diary from Kandahar, 2 July 1857- quoted in Tytler, p125

[15]  (2)  His Highness the Amir of Afghanistan and its dependences engages, on the exchange and ratification of this Treaty, to publish a full and complete amnesty, absolving all his subjects  from any responsibility for intercourse with the British forces during the war, and to guarantee and protect all persons of whatever degree from any punishment and molestation on that account.

[16]  (9) In consideration of  the renewal of a friendly alliance between the two states, which has been attested and secured by the foregoing  articles, the British Government restores to His Highness the Amir of Afghanistan and its dependencies the towns of Kandahar and Jalalabad with all the territory now in possession of the British armies, excepting the districts of Kurram and Pishin and Sibi, according to the limits defined in the schedule annexed, shall remain under the protection and administrative control of the British Government that is to say, the aforesaid districts shall be treated as assigned districts, and shall not be considered  as permanently severed from the limits of the Afghan Kingdom.  The revenues of these districts, after deducting the charges of civil administration, shall be paid to His Highness the Amir.

The British Government will retain in its own hands the control of the Khyber and Michni Passes, which lie between the Peshawar and Jalalabad districts, and of all relations with the independent tribes of the territory directly connected with these passes. [Emphasis mine]

[17]  Afghanistan is the core and the remnant of a once mighty Empire; it is the glacis of a great mountain range, an out post designed by nature to guard the approaches to India … Unfortunately Pathan races, which make up the ruling portion of the Afghan nation, have spilled over their mountain barriers and spread down into the plain, so that in large areas of Pakistan dwell a people whose affinities are with Kabul, …, and not with Karachi. As it stands at present behind the artificial boundary of the Durand Line, Afghanistan is ethnographically, economically and geographically an incomplete state.

 Of Pakistan it is difficult to say anything at present.  It was carved hastily out of different parts of India, inhabited by totally different types of people, and as it stands it is perhaps the strangest sovereign state that ever came into being   These two states, closely integrated, prosperous and peaceful, would have a notable part to play as forming a powerful eastern bastion to the long line of Islamic states, which stretch between the Basphorus and the Pamirs.  But if they are not so integrated, if they are divided and torn by political and economic differences, by national antagonism and by the absurdities of the Durand Line, then they will offer that condition favourable to revolution which gives communism its opportunity. – Fraser-Tytler, Afghanistan, A Study of Political Developments in Central Asia – Oxford University Press, London New York  Toronto – 1950,  p300

[18] د "راجه- جنرال" توکى له دې کبله ما ته مناسب او د استعمال وړ مالوم شو چې د پاکستان يو شمېر جرنيلان په پاکستان کې د خپل ولس نه، بلکې د انګرېزانو استازي او د هغوى ګټې يې ساتلې. د تارزي ويتاچي پر وينا، په هند کې د پرنګي د واکدارانو له پالېسۍ سم، د پوځ او بيروکراسۍ لپا ه داسې وګړي روزل کېدل چې ".. په وينه او رنګ هندي، خو په ذهني توګه انګرېز پال وي. هغوى ته يې د خړو صاحبان نوم و کړى و." Tarzi Vitachi – 'Brown Saheb' نو پر پاکستان سپاره کړي جرنيلان د هغو پينځه يا شپږ سوه راجاګانو په ډله کې ګڼلاى شول د کومو له لارې چې تر يو لک لږ ملکي او پوځي انګرېزانو په څو سوه مليون هنديانو حکومت کاوه. د پاکستان له زېږ ولو وروسته، پرنګي ـ پداسې حال کې چې دا مهال د سيملې پرځاى په لندن کې ناست وو ـ د همدې جرنيلانو د تارونو د کشو و له لارې په پاکستان حکومت کاوه. 

[19]  سبق د مدرسې وايي      د پاره- ې د پيسې وايــــــي 

جنت کې به يې ځاى نه وي   دوزخ کې به غوټې وهي

[20]  The Political Agent of Malakand had struck such terror that even influential people trembled at the sight of a Britisher and they used to bend low and bow before him from a distance. And if a tribesman passed by a Britisher without greeting him, he was arrested and put into stocks. D.G. Tendulkar, 'Abdul Ghaffar Khan – faith is battle', p25

[21]  "But if you are allowed to organize the Pathans for social reform, what guarantee is there that this organization will not be used against the Government and its interest? … You must apologize and give a security that you will not do it again… This is not service, but rebellion.", Abdul Ghaffar Khan – faith is a battle, D.G. Tendulkar, published for Gandhi Peace Foundation, Bombay, 1967, p37

[22]  The British introduced novel methods of torture. Young boys were given thirty stripes in jail. They made the volunteers sit on the thorns, they stripped them of their clothes, made them carry large stones for a tomb of their leader uphill and piled them there. The relgious cry of "Allah-O-Akbar" was railed at. "There is lying buried under the ttomb of stones that 'Allah-O-Akbar'," they pointed to a heap of stones prepared by forced labour at the point of the byonet.", Tendulkar, p72

[23] The Aga Khan arrived to stay with us today.  He seems to have had a triumphal progress through India amongst the Muslims. He says that the only real way to appeal to the feelings of natives is by means of the superstitions of their religion, and consequently he has instructed the priests in every mosque to issue a decree that any Mohammadans who incite to rebellion or go about preaching sedition will be eternally damned.  Islam, Politics and the State,      edited by Asghar Khan – 1985 – p75 

* "وطنيان" د پرنګيانو د توکمپالنې په قاموس کې هغه توکى دى چې د سپکاوي لپاره به يې استعمالاوه.  د بېلګې په توګه هغه ځايونو ته به چې پرنګيانو تګ راتګ کاوه، پرې به يې په دړه ليکلي وو:  "سپيو او وطنيانو ته اجازه ن ته!"

** "محمديان" د نبي (صلعم) پيروانو ته –   د حضرت عيسى (ع) د پيروانو، يانې له عيسويانو، څخه په تق يد، ويل.  فکر کوم دا تقليد پرځاى نه دى.

  

[24]  The perception of the Punjabi, Sindhi, Pakhtun and Baluch people as distinct nationalities is not based on the mischief of 'anti-state' elements as Pakistan's rulers would want us to believe. Its roots lie in the thousands of years of history of these people.

[25]  'The 100-year treaty marking the Durand Line lapsed in 1993, but the Pashtunistan issue had all but died out with the demise of a strong and unified Afghanistan. To make sure it remained buried, Bhutto and Babar spent the next three years trying to drive militaryn roads into the more inaccessible valleys and bringing the tribal trust areas into the federal system by creating a NWFP assembly…', Michael Griffin, 'Reaping the Whirlwinds', p71 [emphasis mine]

[26]  سلطان  بهلول لودي (١٤٥١- ١٤٨٩)؛ سلطان سکندر لودي (١٤٨٩- ١٥١٧)؛ او شېرشاه سوري (وفات – ١٥٤٥)