حامد کرزي د لوګر له مشرانو سره وکتل ( رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25464

دخبریدو نیټه : 2009-05-01


حامدکرزی: بهرني ځواکونه به پس له دې په لوګر کې خپل  سري عملیات نه  تر سره کوي


وروسته تر هغه چې په دې ورستیو کې په لوګر ولایت کې د ام یکايي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د یو شمیر ولسي وګړو د مرګ  ژوبلي خبرونه تر لاسه شول، دا دی اوس ولسمشر ح امد کرزي د لوګر ولایت خلکو ته ډاډ ورکړی چې  پس له دې به دغلته امریکايي ځواکونه خپل سري عملیات چې د بي ګناه افغانانو د وژلو لامل ګرځي نه تر سره کوي.


د لوګر د ولایتي شورا ریس عبدالحکیم سلیمان خیل د دغه خبر پخلی وکړ.


سلیمان خیل وویل چې کرزي د چهارشنبې په ورځ د لوګر ولایت له یو شمیر مخورو، قومي مشرانو، د پارلمان وکیلانو او سپینږیرو سره د  ارګ په ماڼۍ کې د لیدو کتو پر مهال ژمنه وکړه  چې د ایتلافي ځواکونو د خپلو سرو  عملیاتو مخه به نیسي، دغه ولایت به   د هیواد په کچه د دریمې درجې له ولایت څخه دومې درجې و ایت ته لوړوي او په دغه ولایت کې به یو پوهنتون هم جوړوي.


ښاغلي سلیمان خیل وویل چې دوي د حامد کرزي له دغو دریو ژمنو سخت خوشهال دي او د لوګر ټول خلګ د خپل جمهور ریس د دغې  پریکړې هرکلی کوي.


د  لوګر خلکو په دې ورستیو کې د بهرنیو سرتیرو له عملیاتو څخه شکایت درلود او له هغه دمخه د پوهنتون نه شتون او د دویمې درجې ولایتونو په کتار کې د لوګر ولایت نه شمیرل هغه ستونزي وي چې لوګریانو به یې تل د هوارولو غوښتنه کوله.


لوګر د پلازمیني کابل نژدې ګاونډي ولایت دی چې د تیر  کال  له نیمايي را پدې خوا د دولت ضد وسله والو د فعالیتونو په اصلي مرکزبدل شوی وو خو د روان کال په پیل کې  په سلګونو تنه  نوي امریکايي سرتیري دغلته ځای پر ځای شول .