د خنځیرانو د والګي خطرمخ پر وړیدو ده(ګزارش)
مارګریت بیشر+ میرویس جلالزی
د خوګانو د والګي ویره چې له مکسیکو هیواد څخه را
پورته شوي په ټوله امریکا او اروپا کې مخ په خپریدو ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د دغې ناروغۍ د خطر کچه
پنځمي درجې ته پورته کړي یعني دا چې دغه ناروغي د تر ټولو
خطر ناکو ناروغیو یعني هغو ناروغیو څخه
چې شپږمه درجه لري یوازي یوه درجه ښکته ده.
د روغتیا د نړیوال سازمان w H O ډایرکټر جنرا
ې مارګریټ چن وویل چې دغه ناروغي ځکه د خطر ناکو ناروغیو په ډله کې وشمیرله چې د انفلونزا یا والګي ناروغي کولای
شي چې په ډیره چټکۍ په ټوله نړۍ کې خپره شي.
د خوګانو د والګې ناروغي اوس د آسیا جنوبي هیوادونو
ته هم را رسیدلي ده.د دغې ناروغۍ دوه بیلګي په چین او جنوبي کوریا کې هم لیدل شوي دي.
د آغلې چن پر وینا چې
دوي ټولو حکومتونو په خاصه توګه د روغتیا وزیرانو، د داروګانو د تولید د فابریکو مشرانو او اړوندو نورو
وغتیايي نړیوالو سازمانونو ته خبرداری ورکړی چې دغه ناروغي په چټکۍ سره د بشر دنابودۍ لپاره ریښي زغلوي چې
ژر تر ژر یې پر وړاندي باید اړین ګامونه پورته کړای شي.
دا چې د خنځیرانو د والګي ناروغۍ د پینځمې
درجې ناروغیو په کتار کې راغله یو علت یې دا وو چې د دغې ناروغۍ
وایرس اوس د دې وړتیا لري چې په بیلا بیلو جغ
افیاېې موقیعتونو کې له یوه انسان څخه بل انسان ته ولیږدول شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشرې له ټولو
هیوادونو غوښتي چې د ساري ناروغیو د خپراوي څخه د مخنیوي سیستمونه فعال کړي او د هر راز غیر عادي
والګي د بیلګو د لیدو په صورت کې په دقیقه او چټکه توګه ورسره برخورد وکړي.
اوس د روغتیایې چارو مامو
ین په دې فکر کوي چې څرنګه له دغې ناروغۍ څخه نور خلګ وژغوري په داسي حال کې چې د
خوګانو د انفلونزا ناروغي په خپله اپتدایې مرحله کې ده.
د رپوټونو له مخې چې د جمعې په ورځ آلمان
او اسټرالیا کې هم د خوګانو د انفلونزا دوه یوه یوه پیښه لیدل شوي ده.
اوس په نړۍ کې د هغو ملکونو شم
یر له مکسیکو پرته لسو ته ورسید چېرته چې د خوګانو د والګې ناروغي لیدل شوي ده.
مکسیکو، امریکا، بریټانیا،
کاناډا، کوستریکا، اسرایل، هسپانیه او نیوزرلنډ هغه اته هیوادونه ول چې له آلمان او اسټرالیا دمخه پکې د
خوګانو د والګي ناروغي لیدل شوي وه.
له مکسیکو پرته د یادو شویو پورتنیو هیوادونو د
وغتیا د برخې مامورینو ویلي چې د دوي په هغو وګړو کې د خوګانو د والکې د ناروغۍ بیلګې لید
شوي چې مکسیکو ته یې په دې ورستیو کې سفرونه درلودل.
د روغتیا د برخي متخصصین د اوس لپاره
د خوګانو د والګي له ناروغۍ څخه د خوندي پاتې کیدو یوازنۍ لاره وقایه بولي.
هغوي وایې چې باید هڅ
ه وشي چې له دغې ناروغۍ څخه ځان لري وساتو او په داسي حال کې چې یو کس د زکام او یا والګې احساس کوي نو باید
له خپل کور څخه و نه وزي تر څو یې والګی پرمختللی نه شي او په ورته وخت کې باید د ډاکټر د هدایت
مطابق دارو درمل واخیستل شي.