مصنوعي سترګي او نابينايانو ته دليدو امکان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2558
سپېڅلی
دخبریدو نیټه : 2005-04-12

٢٣ دوری ١٣٨٤

مصنوعي سترګي و نابينايانو ته دليدو اميد ورکوي . هيله کيږي چې نابينان به ددې وسيلې په مرسته په دې و توانيږي چې د څهرو پېژندنه وکړي .

دبي بي سي د انترنيتي رسنۍ په حواله، امريکايي کارپوهانو  ونابينايانو ته ديوې داسي  مصنوعي سترګي طرحه برابره کړېده چې که څه هم ناقصه به وي  خو و هغوي ته به د بينايي حس ورکړي .

دغه مصنوعي سترګه د يوې كمپيوتري ترېشې او د يوه ويډيويي دوربين څخه تشکيله سوې ده .

دغه ويډيويي دوربين  په هغه عينکو کې چې  نابينا يان يې په سترګو کوي نصبيږي  او بيا په هغه تراشه کې چې د سترګي ترشا  ځاي  نيسي ، تړل کيږي .

کوم انځورونه چې دوربين يې اخلي هغه و تراشې ته مخابره کيږي او تراشه  بيا هغه د داسي علامو په ډول اړوي چې  مغز يي پېژندﻻي سي .

دغه وسيله د بالتيمور د ښار د جانز هاپكينز په پوهنتون کې پروفسور ګيسلين داګنلي  طرحه کړېده .

پروفسور داګنلي د خپلي اختراع جزئيات د تيري دوشنبې په ورځ په لندن کی د نابينايانو د پاره د سلطنتي  ملي موسسي په کنفرانس کې څرګند او زياته يې کړه چې دی هيله من دی  پر انسان باندي به ددې وسيلې آزمايښت د يوه کال په اوږدو کې پيل سي .

که څه هم د هغو انځورونو کيفيت چې مصنوعي سترګې يې خلقوي د واقعي سترګو د انځورو سره ډېر توپيرولري، خو کوﻻي سي دومره واضح وي چې و نابينا شخص ته د څهرو د پېژندلو امکان ور کړي .

هغه نارو غان چې د نابينايې دډېر مروج عامل ياني د (  دي جنرېنشن مكولاDegeneration Macular  ) باندي مبتلا دي  ښايې چې ترو نورو زيات ددې پرمختيا نه ګټه پورته کړي .

دا ناروغي هغه و خت را مينځته کيږي چې د سترګي " ژړه لکه" ضرر وويني.  ژړه لکه  د شبکيې مرکزي خوا ته هغه ځاي دی چې روښنايې يا نور په هغه کې متمرکزه  او وروسته بيا په مغز کې په عصبي علامو اړول کيږي .

  تراشه، دکاره لوېدلي سلولونه ليري غورځوي او پاتي سالم سلولونه تحريکوي .