د کهکشانو ډېره ستره کړۍ کشف شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2568
سپېڅلی
دخبریدو نیټه : 2005-04-13

٢٤ وری ١٣٨٤

دهابل فضايې تلسکوپ چې د خپل خدمت وروستی ورځي تيره وي په دې بريالی سوی دی چې دکهکشانو د کړۍ ډېر ستر انځورونه چې د لوګي غوندي اوريځې ته ورته او د دايروي شکل په څير په فضا کې ليدل کيږي، مځکي ته را مخابره کړي  .

دکهکشانو کړۍ يا دايره يو ځانګړی ډول کهکشان دی چې د يوې لوی ګردي څرخ په څير دآبي ستورو نه تشکيل سوی او د هغوي په مرکز کې د ژيړ ډولو ستورو يو ه ستره هسته ځاي لري . ددې ډول کهکشانو لومړی  ډله په کال ١٩٥٠ کی  ليدل شوي وه.

هغه کړۍ چې ددې ځانګړو کهکشانو په ګرد چاپير کې ځاي لري، و يو خاص ډول موجونو ته ورته ده چې په سوليتن    Soliton باندي ياديږي .

دا ډول موجونه د لومړي ځل دپاره په ناڅاپي ډول په کال ١٨٣٤کې جان اسكات راسل نومي يوه اسکاتلنډي مهندس کشف کړ .

راسل چې  يو وخت پر آس باندي د يوې کښتۍ چلونکي مخصوص کانال تر څنګه تېرېدی په هغه ځاي کې چې د کښتيو د تم ځاي  دپاره ټاکل سوی وو  متوجه سو چې  يو ډول دايروي  شکله غوندي موجونه جوړېږي چې تر ډېر اوږد واټنه پوري خپله انرژي او شکل ساتي .

دا پېښه تر ډېري مودي پوري د ياده وتلې وه تر څو چې د ١٩٠٦ په لسيزه کې د مارتين كروسكال په نامه يو امريکايې فزيک پوه يو ځل بيا هغه کشف کړه او د هغه دپاره يې د سوليتن  Soliton   د نامه  وړانديز وکړ او د هغه  فزيکي ځانګړتياوې يې واضح کړلي .

په مسکو کې دفزيک دانرژی د موسسې د جرج پرونكو په قول، نوې کشف سوې کهکشانو  ته چې د هوگ آبجكت   ‪ Hoag Objectنوم ټاکل سوی دی، د سوليتن د موجو  ددرې کنجه ډوله څخه دی چې دهغوي اجزاوي د اوبو يا غازو د ماليکولونو په عوض کې هغه ستوري تشکيل کړي دي چې دهغه په مرکزي هسته کې  دجاذبې د قوې  په مجموعې کې په ګردښ کې ده . د سوليتن ډېر ساده ډول ګردباد دي .

د تازه کشف سوي کهکشان   په هغه  تصويرونو کې چې دهابل د تلسکوپ په ذريعه  را لېږل سوي دي د سوليتني د دايرې نه  تر ټولو داسي ستر انځورونه را ښيې چې نړيوالو تر اوسه هغه ليدلي وه  خو په دې انځورونو کې په ښکاره ليدل کيږي چې څو بېل ډوله  د سوليتن  د کهکشانونو ډله موجوده  ده .

په دې توګه جوته کيږي چې دا ډول کهکشان چې د هغوي په اړه تر اوسه پوري ډېر لږ معلومات په ﻻس کې وو، د نادره کيهاني اجرامو په ډله کې نه راځي .

تاسو کولاي سی د تازه کشف سوي کهکشانو انځورونه په لاندنی فضايې پاڼه کې  ووينی :

www.arxiv.org/ps/hep-th/0503167