( دوشنبه د غوايي يويشتمه) هغه غونډه چي د معارف رياست لخوا د پكتيا ولايت د غونډو په تالار كي جوړه شوي وه ، سږ كال د پكتيا و ايت د پوهني د ودي او پرمخ كال و نومول شو
په دي غوڼده كي سلاكار وزير او دپكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد هم برخه اخيستي وه
د پروګرام په پيل كي د پكتيا د پوهني رئيس محراب الدين شفق پرانيستونكي
وينا وكړه او وي ويل ( مونږ د پكتيا والي په هڅه او هاند باندي توانيدلي يو چي په ټول افغانستان كي ښۀ وځليږو له
همدي امله د معارف وزارت لخوا د پكتيا والي جمعه خان همدرد ته دده د ښو كړنو په هكله چي د پوهني په برخه كي يي
كړي د معارف وزارت دولتي عالي نشان د تقدير په بڼه وركول كيږي
د شفق په وينا په پكتيا كي ۲۴۷ فعال ښوونځي په م
ركز او ولسواليو كي شتون لري ، چي ۳۰ په كي د انجنو دي
ده وويل تير كال په پكتيا كي تر اوياوو پوري ښوونځيو
ته ودانۍ بشپړي شوي او په پكتيا كي ۱۲۰۰۰۰ زده كوونكي په زدكړه بوخت دي
دده په وينا سږ كال په كانكور
ازموينه له پكتيا څخه ۷۱۰ تنو زده كوونكو برخه اخيستي وه چي ۶۰۹ تنه يي لوړو زده كړو ته بريالي شوي له همدي
امله پكتيا ولايت د هيواد په كچه لمړي مقام خپل كړي دي
شفق زياته كړه دا چي تير كال معارف ښۀ ځليدلۍ د
پوهني وزارت لخوا والي همدرد ته د معارف وزارت دولتي عالي نشان ، د معارف رئس ته د مير مجيدي خان مډال او دوه
تنه تكړه د معارف ښځينه كاركونكوته دوه د ملالۍ مډالوه ، لس لمړي درجه ستاينليكونه ،۱۲ دوهمه درجه ستاين
يكونه او ۳۰۰ دريمه درجه ستاينليكونه د وزارت لخوا د ستايني په بڼه وركړل شول
پكتيا والي ښاغلي همدرد
د خپلو خبرو په ترڅ د پكتيا معارف وستايه او د معارف د لا بډايني غوښتنه يي وكړه
همدرد زياته كړه ( كه هري سمي
پكتيا وال وغواړي دي بۀ دونر او مركزي دولت دي ته وهڅوي چي ښوونځي ورته جوړ شي )
همدارنګه همدرد له استادانو
وغوښتل چي په ښوونځيو كي له توپيره پرته تدريس وكړي ، او پكتيا وال د يو افغان او مسلمان په توګه و روزي
د پروګرام په پاي كي سلاكار وزير او دپكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد ته د ده د ښو خدمتونو په پايله كي د معارف وزارت عالي دولتي نشان د ستايني په توګه چي له مركز څخه راوړل شوي و وركړل شو.