د بدن په ډنګرولو د هګۍ اغیزې (رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25780

دخبریدو نیټه : 2009-05-13

د بدن په ډنګرولو د هګۍ اغیزې (رپوټ)

میرویس جلالزی

امریکايي محقیقینو اعلام وکړ چې که چیرته یو کس د سهار د چاې  څښلو پر وخت یوه او یا هم دوه د  چرګې جوش کړي هګۍ وخوري نو دغه کس به د ورځي پر  مهال په خپل بدن  کې د کالرې اخیستلو ته  اړتیا و نه لري او دا کار به د هغه له چاغوالي مخ نیوی وکړي.

د امریکې د کنتاکي  روغتیايي تحقیقاتي مرکز یوې څ یړونکي میرمن ماریا لوز فرنادوز وویل چې که چیرته یو کس په غذایې رژیم کې  وي او هڅه  وکړي چې له غوړو او وچې ډوډې چې ډیر کالري تولیدوي ځان وساتي نو کولای شي چې د جوش شوي هګۍ په خوړلو سره خپله  کالري پوره کړي خو دغه کالري به هغوي له چاغیدو وژغوري او بر عکس به  د هغوي د وزن په کمولو کې ښه رول ولوبوي.

میرمن ف ناندوز  وایې چې دوي د دغه تحقیق پایلي په ۱۵۰ کسانو تر شوېو تجربو وروسته اعلاموي.
د دغې څيړنې د پایلو م طابق توسعه  کیږي چې که چیرته یو کس وغواړي خپل وزن یا نورمال وساتي او یا یې هم  کم کړي نو کولای شي چې د سهار د چاې پر وخت یوه او یا هم دوه هګۍ  چې پوره انرژي  لري وخوري او له نورو شهمي موادو او کاربوهاید ایتو ځان پرې لري وساتي.