د چهارشنبې په ورځ ٢٣ غويي ١
٨٨ لمريز کال دکابل ښار د دهمزنګ په څلورلارې د غريب نوازحسيني په هوټل کې د افغانستان د کارپوهانو نړيوالې
ټولنې په نوښت يوه ادبي غوڼده جوړه شوې وه . غوڼده د په ٥ بجې مازديګر مهال د قران پاک په تلاوت پيل او د شپې تر ٩
بجو يې دوام وکړ. چې د هيواد ګڼ شمير علمې ، سياسي ، ټولنيزو ، دولتې او غيردولتې . د ولسي جرګو غړيو . شاعرانو
،ليکوالانو ، ژورناليستانو او ادب ميناوالو په ګډون کړى وه .
غونډه د افغانستان د کارپوهانو نړيوالې ټولنې
مشر ښاغلي ډاکټر ظاهرمعارج پخپله وينا پرانيستله . ورپسې استاد حبيب الله رفيع د هيواد په ادبياتو په
ځانګړي ډول په پښتني ادبياتو مفصلې خبرې وکړې . ورپسې د غزنې پخوني والې استاد معراج الدين پټان د فرهنګيانو
هڅې وستايلې او خپله وينا يې واوره ولې . او بيا
په ولسې جرکې د پکتيا دخلکو استازې اغلې شريفې زرمتۍ خبرې وکړې او
ورپسې د هيواد ځوان شاعراو ليکوال محمد صابرخان بې ريا په ځوان ليکوال او ژباړونکې سيدنظيم سيدي او همدا
نګه ځوان او نوښتګر شاعرسيدجيلاني جلان د هنر په اړه خبرې ورکړې .
د غونډې په دويمه برخه کې د افغانستان د
کارپوهانو نړيوالې ټولنې لخوا استاد ميرا جان سيقي ته د مشر او تکړه ليکوال ، سيدنظيم سيدي ته د تکړه
ژباړونکې
او سيدجيلاني جلان ته د تکړه او نوښتګر شاعر په توګه ستاينليکونه او جايزې ورکړل شوې .
ورپسې
ازاده مشاعره وشوه چې ګڼ شمير شاعرانو په کې برخه واخيسته او
او بايد يادونه وکړو چې د غونډې ګډون والو ته د هيواد تکړه هنرمند غمخوار صيب لخوا په زړه پورې سندرې وويل شوې او د هيواد ځوانانو ورته اتڼونه وکړل . او غون ه د شپې په ٩ بجې پاى ته ورسيده .