د عدليې له وزیر سروردانش سره د انتخاباتو په اړه مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25898

دخبریدو نیټه : 2009-05-17

 

د عدليې له وزیر س وردانش سره د انتخاباتو په اړه مرکه

میرویس  جلالزی

دغه مرکه د افغانستان د حکومت د عدلیې له وزیر سرور دانش سره سره وروسته تر هغه تر سره شوه  چې تیره ورځ د ټول ټاکنو خپلواک کمیسیون راتلونکو ولسمش یزو ټاکنو ته د ۴۴ کاندیدانو اپتدایې نوم لړ خپور کړ.

پوښتنه: ښاغلی دانش که مهرباني  وکړۍ او دا  ووایاست چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوم ثبتولو شرایط او قوانین کوم دي؟
ځواب: په دې اړه چې تاسو وایاست چې قانون څه دی، زه  تاسو ته ویلای  شم چې قانون یو قانون دی او هغه هم اساسي قانون دی، زه دقیقاْ نه پوهیږم چې یو شپیتمه ماده ده که دوه شپیتمه ماده خو پکې  هر  څه په واضح ډول ذکر شوي دي.
په اساسي انون کې هر څه روښانه دي چې کوم  کسان په  انتخاباتو کې  برخه اخیستلای  شي .
د اساسي قانون تر  څ نګ د ټول ټاکنو قانون هم شتون لري  چې د انتخاباتو اړوندې مسلې پکې ذکر شوی دي خو په ټوله کې دغه قانون بیا هم له اساسي قانون سره ارجاع کیږي.

پوښتنه:په اساسي قانون کې څه ویل شوي، آیا هغه کسان چې په بشري جنایتونو او له بشري حقونو څخه په سرغړاوي تورن دي کولای شي چې په ټول ټاکنو کې ګډون وکړي.
ځواب: هغه شرایط چې په قانون کې ذکر شوي حکم کوي چې په جنګي جنایتونو تورن او د بشر له حقونو سرغړونکي کسان په  ټاکنو کې برخه نه شي اخیستلای.
په قانون کې دا حکم شوی چې هر هغه کس چې د افغانستان تابیعت ولري، له افغانې مور او پلار څخه زیږیدلی وي دا حق لري چې ځان کاندید کړي.
په قانون کې ویل شوي چې یو کاندید باید دوهم تابیعت و نه لري او له د محکمې له خوا په جنګي جنایتونو تورن نه وي ګڼل شوی او که چیرته دغه ستونزه ولري نو نوموړی شخص د کاندیداتورۍ صلاحیت نه لري.
زما په باور یوازي په تورونو نه شو کولای ځیني کسان د کاندیداتورۍ له حق څخه محروم کړو خو باید د تورونو د ثبوت لپاره یو  څه موجود وي.

پوښتنه: ایا د ټول ټاکنو په قانون کې   د کاندیداتورانو د شرایطو په اړه څه یادونه شوي که څنګه؟
ځواب: د انتخاباتو په قانون کې ځیني مسایل نه دي ذکر شوي.
مونږ  دغه قانون تر بیا کتني وروسته تیر  کال ملي شورا ته د  تصویب لپاره واستاوه چې متسفانه تر اوسه  نه دی تصویب وی.
دغه قانون د ملې شورا د هغې غونډي له اجندا څخه خارج کړای شوی دی  چې باید پکې پرې بحث شوی وای.
د ټول ټاکنو د قانون په اړه راتلونکي پریکړې په پارلمان پوري تړلي دي خو مونږ د کاندیدانو په اړه د انتخاباتو د انون سربیره اساسي قانون هم لروچې په رڼا کې یې کار کوو.

پوښتنه: ایا د ټول ټاکنو کمیسیون په کاندیدانو باندي د یو لړ محدودیتونو د لګولو لپاره د عدلیې وزارت ته مراجعه  کړي که څنګه؟
ځواب: نه، تر اوسه پوري نه او مونږ په چا محدودیت هم نه شو لګولای  تر  څو چې قانون نه وي وضع شوی.
ښایې  د انتخاباتو کمیسیون م ونږ ته یو لړ وړاندیزونه ولري  خو که چیرته دغه واړندیزونه د قانون له مخې لري نه کړای شي او قانون دغو وړاندیزونو ته حل لاره نه وي په ګوتو کړي مونږ له قانون پرته په خپل سر هیڅ عمل نه شو کولای.
 لکه څنګه چې ما مخکې وویل تر اوسه د ټول ټاکنو قانون له  پارلمان څخه نه دی تصویب شوی او که چیرته پارلمان وغواړي دغه انون اوس تصویب کړي نو دا حق نه لري، ځکه چې په اساسي قانون کې په صراحت ویل شوي چې د انتخاباتو قانون د پارلمان په پینځم او وروستي تقنیني کال کې نه شي تصویبیدلای.
او په ورته وخت کې ملي شورا په خپل وروستي کار کال کې په دغه قانون کې د تعدیلاتو د راوستلو حق هم نه لري.