د نړۍ په سلګونو ژبې د له مینځ تګ په حال کې(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25981

دخبریدو نیټه : 2009-05-20


د نړۍ په سلګونو ژبې د له مینځ تګ په حال کې(رپوټ)

میرویس جلالزی

د ملګرو ملتونو سازمان د وروستیو څیړنو له مخې په ټوله نړۍ  کې شاوخوا ۹۵۰ ژبي د له مینځه تګ په حال کې دي
د ملګرو ملتونو سازمان د یوې چاپې  وینا په خپرولو سره خبر  ورکړ چې هر هیواد مکلف دی چې د خپلو سیمیزو ژبو ساتنه او پالنه وکړي.
د دغه سازمان د څیړنو په پایله کې راغلي چې که چیرته د یادو شویو ۹۵۰ سیمیزو ژبو ساتنه و نه شي  نو ډیر ژر  یعني د روان قرن تر پاې پوري به دغه ژبي د نړۍ د ژبو ه لیست څخه محوه شي.
د ملګرو ملتونو سازمان وایې  چې دمګړۍ په ټوله نړۍ  کې شاوخوا ۶۵۰۰ ژبي شتون لري او وانو حالاتو ته په  کتو سره داسي بریښي چې د روانې پیړۍ تر پای پوري به یوازي ۶۰۰ ژبي په ټوله نړې کې پاتې ي.
د ملګرو ملتونو سازمان توصیه کوی چې په ښونځیو کې زدکونکو ته په مورنۍ ژبي د زدکړي ورکول یوازنۍ هغه لاره ده چې له مخې یې کیدای شي چې د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو د سیمیزو  ژبو مخه ونیول شي.
 .سازمان په خپله دغه اعلامیه کې په ټولو هیوادونو غږ کړې چې د سیمیزو ژبو پر وړاندي د غوره پالیسیو په غوره کولو سره  او په هره سیمه کې زدکونکو ته د مورنۍ ژبي له لاري د زدکړو د اسانتیاوو د برابرولو په صورت کې د ژبو د نابودۍ مخه ونیول ي.
د نړۍ د هیوادونو په کچه د نایجریا هیواد هغه لومړنی هیواد دی چې د خپلو بومي ژبو د ساتلو او پالنې لپاره یې مقدماتي کارونه پیل کړي دي.
ویل کیږي چې دمګړۍ په نایجریا کې خلګ په دریو ژبو خبري کوي.