د جنوبې قطب د يخيو ويلي کيدل ګړندي شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2653
کوچۍ
دخبریدو نیټه : 2005-04-26

ANPورځ پاڼه ساينس:

د امريکااو برطانيي د څيړونکوله نظره  د جنوبي قطب يخونه  (ګلشرز) د مځکې د تودوخي له امله په ډېره چټکۍ ويلي کيږي.

 

دغه څيړنې د يخيو په ٢٤٤ ډېرو لويو ټوټو تر سره شوي چې د هغو په ٨٧ سلنو کې  يې په تيرو پنځو لسيزو کې کوچنيوالې تر سترګو کيږي.

 

د څيړونکوپه وينا دغه يخي په تيرو پنځو کالونو کې هر کال تر  پنځو مترو پورې ويلي شوي دي چې د تيرو پنځوسو کالونو پر پرتله يې  چټکتيا ډېره زياته وه.

 

د دغه يخونو د ويلي کيدلو پايلې به  د اوبو سطحه  نوره هم لوړه کړی او دا د هغه هيوادونو لپاره د زياتې انديښنې خبره ده ،  چې د سمندر د سطحې څخه لاندي پراته دي .