په کونړ دخويندو يون غونډه (گزارش)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26535

دخبریدو نیټه : 2009-06-06

دکونړ په مرکز اسد اباد کې دخويندو يون لومړنۍ غونډه وکړه

روح الله انوری

 

په غونډه کې  دکونړ والي ،له کابله راغلي د خويندو ديون عمومې مشرې ميرمن حميرا حقمل ،دکابل ولايتي شوري غړې ميرمن تورپيکۍ (ضيا) په کونړ کې دښځو چارو ريسې ميرمن مرحبا (کريمي) او نورو ګڼو ښځو او نرانو ګډون کړى و

     غونډې ته دنوموړي يون مشرې ميرمن حميرا (حقمل) په افغاني ټولنه کې دښځو په وړاندې دشته ستونزو په باب معلومات ورکړل او زياته يي کړه چې  اوس هم د                               & nbsp;                              &nbs p;                               & nbsp;     

ښځو په وړاندې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې زور زياتى  روان دى  او دوي هڅه کوي چې ددغي زور زياتي د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړي .

    اغلي حميرا وويل حکومت هسې تش په نوم دښځو دحقوقو خبرې کوي خو په عمل کې يي هيڅ ندي کړي.

   حميرا وايي  ډيرى افغانان خپلې لورګانې ښونځي ته له تګ منع کوي خو په پټو کې پرې لونه او دکر کيلې نور کارونه کوې .

     دکونړ والي سيد فضل الله وحيدي وويل دوي هميشه  دښځو چارو رياست له لاري  ښځوسره مرستې کړي او په راتلونکې کې هم هڅه کوې چې ښځوسره په هر ميدان کې مرستې وکړي .دغونډې په پاي کې ديون لخوا په لسګونو راغلو ښځوته ډالۍ او نقدي روپۍ ورکړل شوې .