د غزنی خلګ له طالبانو په تنګ شوي (رپوټ)
زمان شاه
د غزني ولایت د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي چې د طالبانو له وروستیو کړنو
سخت په تنګ شوي اوکه چیرته طالبان خپلې رویې ته بدلون ور نه کړي نو دوي به دې ته اړ شي چې د هغوي پر وړاندي وسله
پورته کړي او بیا به دخپلو وینو په بدل کې د خپل ځان او ناموس ساتنه وکړي.
د دغو ولسوالیو له ډلي یوه هم د
غزني د اندړو ولسوالي ده چې تر ډیره بریده ترینه تل د جنګ جګړو او نښتو خبرونه تر لاسه کیږي.
د اندړو و
سوالۍ د شاخوږو، نظرخان کلا، دلبرکلا، شمشي، بوړ، رحیمه خیلو، دلیل، میران، سنګر او علموالو د کلیو
یو شمیر اوسیدونکي وایې چې په دې ورستیو کې ډلي ډلي طالبانو د دوي کورونو ته ورځي او د دوي له اجازې پرته په
کورونو کې شپې تیروي.
د یادو شویو کلیو اوسیدونکي وایې چې د افغاني دود او دستور له مخې هیڅ بیګانه کس نه شي کولای چې د کور د خاوند له اجازې پرته د چا حریم ته داخل شي او د بیلا بیلو څيزونو تقاضا وکړي.
د سیمې خلګ وایې چې دوي په ناوړه اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي او وخت ناوخته ورته لس او شل طالبان ورځي او په یوه او بل نامه په دوي ډوډۍ خورې او که چیرته د کور خاوند د هغوي له میلمه پالنې انکار وکړي نو بیا ورسره داسي سلوک کیږي چې په ټول عمر یې هیر نه کړي.
د یادو کلیو اوسیدونکو په غزني ښار کې د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل چې د م افاتح په نامه د طالبانو یو مشر او د هغه ډله په دې ورستیو کې د خلکو په زورولو بوخته ده او بي له دي چې د دوي دود او دستور ته پام ونیسي هروخت چې یې زړه وغواړي د هر چا کورته ورننوزي او په زور ځانونه میلمانه بولي.
د اندړو د ولسوالۍ اوسیدونکي ګواښ کوي چې که چیرته طالب مشران د خپلو دغو جنګیالو مخه و نه نیسي نو دوي مجبور دي چې بیا په خپله لاس په کار شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل بیان نه دی ورکړی او د دغې ډ ي ویندویان هم د دې خبر ترخپریدو دې ته نه دي حاضر شوي چې د خلکو د دغو ادعاګانو په باب خپل سپیناوی وړاندي کړي.