ښاغلى مايلز
كله چې مايلز او ادوارد له كڼې كڼې نه لرى په امان كښول
شول" مايلز ځان سره ادوارد خپل هوټل ته چى د سيند پر غاړه ؤ بوتلو . او كله چى له سړك نه تير شول نو له شا نه يى
يو غږ واوريد. خلك په منډه منډه ددوي خواته رانژدى شول. . بيا يى دا خبرى واوريدى :
" هنري پادشاه م
ړ شو ! ژوندى دى وي ادوارد پادشاه!"
ادوار ودريد .
له مايلز نه يى پوښتنه وكړه : " څه پيښ شوي دي ؟"
" زه نو
اوس پادشاه يم ."
مايلز وويل : " امير يا پادشاه , هيڅ فرق نه كوي . ته يو زږه ور هلك يى او زه به ستا خيال ساتم.
اوس له ماسره راځه چى كوټى ته لاړ شو , ډوډۍ به راوغواړو ، له دومره جكړې نه پس خوراك ته ضرورت لرو ."
مايلز
د لندن پل ته نژدى په يو هوټل كښى يو ه كوټه په كرايه نيولى وه. كله چى دوي هوټل ته نژدى شول ،
ادوارد يو غږ واوريد چلى دا غږ ورته آشنا ؤ.
جون كانتي وويل : " آخر ته راغلى . اوس به دى په دى خاطر ووهم
چى زه دى دومره ډيره موده په انتظار كښى پاتى كړم. خپل لاس يى اوږد كړ چى ادوارد له څنګل نه ونيسي .
مايلز له ادوارد څخه وغوښتل چى دده تر شاه ودريږي , دى پخپله كانتى ته مخامخ ودريد.
ويى ويل : " ته څوك يى ؟ او
له دى هلك سره څه خپلوي لرى ؟"
" دى زما زوى دى ."
ادوار دغږ وكړ : " دا سمه نه ده !"
مايلز وويل " آيا له دى
سړي سره ځى ؟"
ادوارد وويل : نه! نه! نه! دى زما پلار نه دى . له ده سره نه ځم . "
مايلز وويل : " سمه ده
ورسره مه ځه ."
مايلز لاس په خپله توره كيښود : " كه رانژدى شوى نو په دى توره به دى ووهم او سورى سو
ى به دى كړم. اوس ځه ! نور نه غواړم چى تا دلته ووينم ! ځه ورك شه !"
كانتي له دى ځاى نه لاړ او په ګڼه كوڼه كښى
غيب شو. مايلز ، ادوارد له ځان سره هوټل ته بوتلو. دوى دواړه د هوټل خونى ته ننوتل . هلته په خونه كښى يو
چپركټ ، دوه دانې څوكۍ او ميز پراته وو.
ادوارد خپل ځان پر چپركټ واچولو .
ويى ويل : " كله چې ډوډۍ تياره شوه نو
ما راپاڅوه ."
مايلز وخندل او ويى ويل : " ډيره ښه ده امير صاحب، لږه شيبه ويده شه بيا به ستا دا نوكر
درته ماښامنۍ برابره كړي."
مايلز كارخانى ته چى په لاندني پوړ كښى وه ورښكته شو او يو څه خواړه يى خونى ته
راوړل . خواړه يى د ميز د پاسه كيښودل او دوه څوكۍ چى په خونه كښى وى هغه يى ميز ته نژدې كيښودى.
ويى ويل : "
امير صاحب ماښامنۍ مى درته تياره كړه."
" ډيره مننه "
مايلز وويل : " اوس نو راځه ، ډوډۍ وخوره ."
ادوارد وويل
: " اول بايد لاسونه ووينځم."
ادوارد لاسونه ووينځل ، بيا كيناستلو. مايلز د كيناستلو په حال كښى ؤ چې
ادوارد ورته وويل " ودريږه ، انتظار وكړه آيا نه پوهيږې چى ته بايد تر هغه پورى ودريږى تر څو چى پادشاه درته د
كيناستلو امر نه وي كړى؟ اوس كولاى شې كينې ."
مايلز كيناستلو او په ډوډۍ خوړلو يى پيل وكړ .
ادوارد ورته
وويل : " راته ووايه چى ته څوك يى ."
" زه مايلز هندن يم، او زه په هندن هال كښى اوسيدم. نژدى وه چى له
هزادكۍ اديث سره واده وكړم . ليكن زما كوچني ورور آرتر زما پلار ته زما په باره كښى ناسمې كيسى وكړى ، نو زه يى
د جكړى ډګر ته وليږلم ، ما اوه كاله له انكلستان څخه بهر تير كړي دي ؛ او زه يريږم چى پس له
دومره ډيرى مودى ، كيداى شي ورور مى راته زما كور او جايدات رانه كړي . ادوارد وويل : " زه به ستا و
ور ته امر وكړم چى ستا ځمكه او جايدات دركړي او زه به هم له خپل طرف نه ستا په جايدات يو څه نور ور
زيات كړم ، ځكه چى تا د پادشا ه ډير خدمت كړى دى . توره دى راكړه . ته په ګونډو شه ..... بيا ودريږه . ښاغلى ماي
ز هندن ودريده !"
مايلز هغسى وكړل كوم څه چى ورڅخه ادوارد غوښتل . كله چى د دوهم ځل لپاره ودريد نو
په خندا يى داسى وويل : " زه ښاغلى مايز يم!"
ادوارد وويل : " ته ښاغلى مايلز هندن يى . ته مى په خپلو كسانو
كښى شامل كړى ."
كله چى دواړو ډوډۍ وخوړله نو ادوارد خپل سر پر ميز كيښود او خوب يووړ. مايلز
هغه په غيږ كښى ونيو او د چپركټ د پاسه يى واچولو.
ويى ويل : " مسكين هلك ! خوب ته ضرورت لري . له خوب نه
پس به يى فكر سم شي او بيا دا خيال نه كوي چى دى امير دى يا پادشاه دى."
مايلز د ځمكى د پاسه ويده شو.
كله چى سهار شو نو مايلز را پاڅيدو ، هلك ته يى وكتل چى لاد كټ د پاسه ويده دى ، ويى ليدل چى جامى يى څوم
ه زړى او خيرنى دي. هلكانو دى په چټلو اوبو كښى اچولى ؤ او بيا په ګڼه كڼه كښى نژدى وه چى خلك يى جامى له
ځانه وباسي.
هغه له كورنه د وتلو په حال كښى له ځان سره وويل : " زه بايد ده ته نوى جامى واخلم ."
له يو ساعت له
تيريدو نه پس مايلز له نويو جامو سره بيرته راغى . د خونى ور يى پرانيست او كټ ته يى وكتل.
ادوارد هلته نه ؤ
.
مايلز ښكته پوړ ته لاړو او د هوټل له نوكريوال نه بي وپوښتل : " هلك چيرته دى ؟"
" يو ځوان چى هوكو نوم
يده ، هوټل ته راغى او ويى ويل : " هلك ته ووايه چى له مايلز هندن سره د هندون له پل سره وويني
." او له دى خبلرى سره هلك لاړو.
مايلز فكر وكړ : " هغه سړ ى ! هغه چى ويل يى دا هلك يى زوى دى
! كيدى شي دا ځوان يى راليږلى وي !"
مايلز خپل شيان را غونډ كړل . د هوټل كرايه يى وركړه او په هلك پسې ووتلو.
( ادامه لري )