امیر اوفقیر۱۰

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26717
فضل الله رشتين
دخبریدو نیټه : 2009-06-13

چاقه جركه
ادوارد خوان سړي ته وكتل : دده خوښ نه ؤ. دى ډير سخا ؤ او سترګې يې يوى خوا بلى خوا ته  اړولى را اړولى ، خو د ادوارد طرف نه يى نه  اړولى.
  " چا راليږلى يى ؟"
" مايلز هندن ."
" نوم دې څه دى ؟"
" زما نوم هو كو دى ."
" ښاغلي مايلز درته څه وويل ؟ "
"هغه وويل : دغه هلك ته ووايه چې راشي ."
" ووايه ! "  ادوارد حيران او ډير په غصه شو. " "ز.ه د هغه پادشاه يم."
" هغه زخمي شوى دى . هغه در څخه  غواړي  چې ورسره مرسته وكړى ."
ادوارد وويل : " آه ، زه به لاړ شم . هغه زما مخلص نوكر دى او زه به ورسره مرسته او همكاري وكړم."
ځوان سړي مخكښې شو او ادوارد يى له ځان سره  يو كلي ته بوتلو .  دوي دواړو يره لار ووهله.
ادوارد وويل : " ښاغلى مايلز چيرته دى ؟"
ځوان وويل : " له دى ځاى  نه ډير لرې نه دى. هلته په هغه ځنګل كښى دى.
دوي ځنګل ته ننوتل . هلته  په ځنګل كښې له لرګيو جوړه شوى يوه خونه وه, دا خونه په ونو كښې پټه وه . هوكو د خونې ور پرانيست او ادوارد خونى ته ننوتلو.
جون كانتي وويل : " آخر راغلى ! د خپل كران پلار كمك ته راغلى چى دلته د هغه زوړ سړي د و ژلو نه پس يى ځان پټ كړى دى.
ادوارد وويل : " مايلز چيرته دى ؟ ما هلته بوځه ."
" زه نه پوهيږم چې ستا ملګرى به چيرته وي؛ ليكن داسى ښكاري چى هغه درباندې ډير ګران دى. اوس به له هوكو سره ځې او خپل ګران  پلار ته به پيسى او خواړه راوړې  ته د سوالګرۍ په چل ښه پوهيږې ، او ددى لپاره چې ته ونه تښتې نو هوكو به ستا څارنه كوي "
هوكو له ادوارد سره شو او د ځنګل بل طرف ته لاړل. 
 ويى ويل : " دلته ودريږه ! زه ستا ورور يم او ډير بيمار يم. ډير ژر به يو څوك په دى لار راشي  . زه به د ډيردرد د لاسه د درواغو  چيغې وباسم او ته به ورته لاړ شى او وبه وايى ، " زما غريب او مسكين ورور! هغه بيمار دى او له مونږ سره د خوړلو لپاره هيڅ نشته ، مرسته وكړه .......... هغه دى هلته يو څوك راروان دى ."
هوكو ځان هلته   د سړك پر غاړه  واچولو او په چيغو يى پيل وكړ : " آه ! آه ! مړ كيږم ! .... اوبه ! اوبه ! مرسته !"
هغه سړى ورته راغى او ويى ويل : " مسكين هلك ، پريږده چې كمك درسره وكړم. "
هوكو وويل : " زما ورور ته يو څه پيسې وركړه چى لاړ شي او څه خواړه ورباندى واخ ي."
" ليكن ته مريض يى . زه نه شم كولاى تا دلته په دى حالت پريږدم. ستا ورور به كمك وکړ ي چى تا له دى ځايه كوم كورته ورسوو ." ده ادوارد ته مخ راواړولو ." هلكه راځه چې ستا دا ورور اوچت كړو او كوم كورته  يى ورسوو  او  هلته  يى غم وخورو ."
ادوارد وويل : " زه پادشاه يم، دا زما ورور نه دى: دا يو سوالګر او غل دى . هغه بيمار هم نه دى ."
دغه سړ ي هوكو ته وكتل  او ويى ويل : " سوالګر !  ته بايد له ماسره راشى چې يو قاضي ته لاړ شو، او هغه به تا ووهي او  تا به  ووژني ."
هوكو ټوپ واچولو او د ونو په مينځ كښې يى تيزه منډه واخيستله . دغه سړي ونه شو كړاى چى هغه ونيسي .
ادوارد په لار روان شو . ډير خوشحاله ؤ چى له هوكو نه خلاص شو. ويى ويل : " " اوس به نه هغه كورم او نه به بيا جون كانتي كورم."
په دى كښې هوكو د سړك پر غاړه د ونو له شاه څخه ټوپ واچولو.
هوكو وويل : " ښه تا غوښتل چى ما ووژنې ! آيا نه پوهيږې چې غله او سوالګر بايد اعدام شي ؟ زه به دا په ياد لرم او تا ته به يو ښه درس درکوم!"
هوكو له ادوارد سره څنګ په څنګ روان شو . فكر يى كولو چى څنكه ادوارد ته يو درس و كړي. "
دوي دواړه ښارته ورسيدل . هلته په سړكونو ډير خلك وو ، شيان يى اخيستل او خرڅول . ددوي په خوا كښې يوه ښځه تيره شوه، يوه كڅوړه يى په لاس كښې وه. په دى كڅوړه كښې  پخولو ته تياره يوه ښه چاقه چركه وه. هوكو له ځمكې نه يوه درنه تيګه رااوچته كړه . بيا په هغې  ښځى  پسې روان شو. دا تيګه يې په هغه كڅوړه كښې كيښوده  او چ ګه  يى  ترى  را واخيستله. بيا يې ډيره تيزه منډه وكړه او چركه يى  ادوارد ته وركړه .
غږ يى وكړ : " غل ! غل !  دا يى وويل او  په خپله  لار روان شو.
هغى ښځى  مخ راواړولو ، ويى ليدل چى چاقه چركه يى د ادوارد په لاسو كښې ده     .
غږ يى وكړ :" هلته غل دى ! پوليس ! پوليس راوغواړۍ !"
ډير خلك د ادوارد شا او خوا را جمع شول . يو قوي سړي وويل : " پوليس ته انتظار نه باسو . دلته په دى ځاى كښې ډير غله دي . راځى چې داخبر پخپله حل كړو او دى موضوع ته د پاى ټكى كيږدو."
ادوارد د آس  د پښو غږ واوريد : پاس يى وكتل . كوري چى ښاغلى مايلز هندن په آس سپور د خلكو پر خوا راروان دى .
غږ يى وكړ : " ښاغلى مايلز ! ښاغلى مايلز ! مرسته وكړه !"
م ايلز د خلكو په مينځ كښى تير شو  او ويى ويل : " آخر مى پيدا كړى ! اوس څه شوي دي ؟ "
" دغه ښځه په ما تور لكوي او وايي چې ما يى  چرګه غلا كړى ده ."
" ده زما چرګه له كڅوړى نه وويستله او دا ده  چرګه ."
مايلز وويل : " آه ! دا يوه ښه چاقه چرګه ده: ما امر كړى ؤ چى همداسې يوه چرګه راته  واخله ، خو تا بايد له دى ښځې څخه پوښتنه كړې وې چې دا چرګه خرڅوي او كه نه ."
مايلز دغه ښځه له لاس نه ونيوه او يو طرف ته ورسره ودريد : " زما دا نوكر  ير احمق او بى عقل  دى ، دى يو ليونى هلك دى ، فكر كوي چى پادشاه دى؛ له ده سره  له لطف او مهربانۍ  نه كار واخله ؛ داسى نه ده ؟ زه يقين لرم چې هغه به پيسې په كڅوړه كښې اچولي وي . پريږده چې زه وكورم. ( مايلز خپل لاس په كڅوړه كښې داخل كړ . پيسې يى د مخه په لاس كښى نيولى وې ) . هو! دا دى پنځوس پنسه .  مخكښى له دى چى متاكده شوى نه يى ، ښايى ونه وايى چې دا هلك غل دى ."
ښځې وويل : " دادى ! چرګه واخله . پيسى نه غواړم."
خو مايلز پيسى په كڅ وړه كښې كيښودې .
ويى ويل : " هلكه راځه !" ادوارد يى له ځان سره پر آس سپور كړ   او روان شو.
ادوارد پوښتنه وكړه : " څنګه دى پيدا كړم ؟"
" هه  هغه سړي سره مى په هوټل كښې وليدل . د دوو سوالګرو په باره كښې يى راته وويل . يو تن يى وويل : " زه پادشاه يم او هغه مى ورور نه دى ." نو پوه شوم چى له هغودوو څخه به يو ته يې ."
" او س چيرته ځې ؟"
مايلز وويل : " هندن هال ته ."
" ممكنه ده چې ما هم درسره بوځې ؛ خو له هغه نه پس بايد وسمنستر ته د تاج پوشۍ مراسمو ته ځان ورسوم."   ( ادامه لري )