ایران کې د ګڼو سیاسي فعالینو نیول کیدل(گزارش)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26749

دخبریدو نیټه : 2009-06-14


ایران کې د ګڼو سیاسي فعالینو نیول کیدل(گزارش)

د میرویس جلالزی لیکنه

په ایران کې  د سپاه پاسداران انقلاب او انتظامیه ځواک له خوا له تیر  مازدیګر راهیسي په لسګونو تنه سیاسي فعالین نیول شوي دي.
ډیری نیول شوي کسان د ایران د پیروزۍ د جنبش او د ایران د اسلامي مشارکت د جبهې غړي دي.
دغه دوه ګوندونه د میرحسین موسوي کلک ملاتړ کوي او داسي ویل کیږي چې ایراني حاکم دولت د ماتو شویو کاندیدانو د پلویانو د بلواوو د مخ نیوي لپاره دغه ګام پورته کړی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت پرون محمود احمدي نژاد په ټاکنو کې د بریالي کاندید په توګه اعلام کړ خو د احمدي نژاد پر وړاندي د ولاړو کاندیدانو پلویانو د ټاکنو پایلي نه دي منلي او تور لګوي چې په انتخاباتو او په خاصه توګه د رایو  په شمیرلو کې درغلي شوي ده.

دمګړۍ د ایران په پلازمینه تهران او نورو ښارونو کې  سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او انتظامي ځواکونه ټول هغه کسان  څاري چې غونډي جوړوي او مشکوک  ښکا ي.

په تهران کې د ایران د سیاسي چارو کارپوه  حنیف مزروعي رسنیو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې د یادو شویو دوو ګوندونو عمده غړي او د رهبرۍ د شورا کلیدي کسان نیول شوي دي.

نوموړي وویل چې په نیول ویو کسانو کې میرمن زهرا، میرمن زهره اغاجاري، ډاکټرعبدالله رمضاني، سعید شریعتي، اغا شاهین نوربخش، اشکان مجیدي،  اغا محمد شکوري، میسن کمال پوري او بهزاد شتون لري چې ټول د یادو ګوندونو مهمې څیرې دي.

نوموړي وویل چې د احمدي نژاد ځواک ځکه د غه کار تر سره کړی  چې غواړي په ښارونو کې د ټاکنو د پایلو د  نه  منونکو ډلو د بلواوو مخ پرې ډب کړي.

ځیني رسنیو داسي رپوټونه هم ورکړي چې د احمدي نژاد نژدې رقیب میر حسین موسوي هم د انتظامیه ځواک له خوا په کور  کې نظر بند ساتل شوی تر څو خپل پلویان بلواوو او شورشونو ته و نه هڅوي.