شین چای مو زړیدو ته نه پریږدي(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26792

دخبریدو نیټه : 2009-06-16

شین چای مو زړیدو ته نه پریږدي(رپوټ)

می ویس جلالزی

نویو څیړنو څرګنده کړي ده چې شین چای د سرطان او د زړه د ناروغیو له مینځه وړلو تر څنګ انسان ژر زړیدو ته نه پریږدي.

د هسپانیې د طبي مرکز څیړونکو د وینا له مخکې شین چای د پولې فینول په نامه دد انتي اکسیدانت لرونکی دی، کوم چې د آزاد راډیکالونو پر ضد کار کوي.

دا به دې معنی چې د انتي اکسیدانت د زوړوالي پر ضد د کار کوي او د اوږد عمر او اوږد ژوند  د رامنځ ته کولو لامل ګرځي او همدا راز د مخ او پوټوکي ګونځې و کوي.

شین چای د انسان د بدون وزن زیاتولو ته نه پریږدي. د بینوا ویب پاڼي محترمو لوستنکو دغه طبي ډله دا هم وایې چې شین چای کولای شي په کال کې اووه پاوه وازده یا د بدن اضافي او غیر ضروري غوړي وسوځوي.
د هسپانیې د طبي مرکز محقیقینو په خپل طبي ژونال کې دا هم لیکلي چې شین چای ۲۳ نور لاملونه هم لري چې د انسان صحت ته ډیره ګټه رسوي.