د پیسو د لیدو پر وخت د انسانانو
فکري بدلون( ګزارش)
د ميرويس جلالزي ليکنه
د یوه تازه تحقیق پایلي ښیې چې که چی ته یو انسان په یو واري توګه ډیري پیسې ووینې نو سمدستي یې په نا خود اګاه توګه په حالت کې بدلون راځي.
د اسوشیتت پرس آژانس په رپوت چې د امریکې په مینهوسوتا ایالت کې د طبي څيړنو یوې ډلي دغه پایلي د یوه پوهنتون په یو شمیر محصلینو له څيړنو وروسته موندلي دي.
دغو څيړونکو د دغه ایالت د یوه پوهنتون څخه یو شمیر محصلین لومړی په دوو ډلو وویشل او وروسته یې هره ډله له نهو پوښتنو او معما ګانو سره مخ کړه چې باید یې ورته ځوابونه ورکړي وای.
د بينوا ويب پاڼي درنو لوستونکو له دغو دوو ډلو سره په رفتار کې لوی توپیر دا وو چې ومړۍ ډلي ته د پوښتنو پر مهال ډیري پیسې په هغه کوټه کې ایښودل شوي وي چې محقیقینو پکې له دوي څخه پوښتني کولي خو دوهمي ډلي ته په یوه خالې اطاق کې دغه پوښتني مطرح کړای شوي.
څیړونکو وموندله چې لومړۍ ډلي د مطرح شویو
پوښتنو پر وړاندي د دوهمي ډلي په تناسب بیلا بیل احساس درلود او له محقیقینو سره د هغوي په چلند کې هم د دوهمي
ډلي په پرتله ډیر توپیر موجود وو.
اوس محقیقین په دې پوه شول چې که چیرته یو انسان ډیري پیسې ووینې که یې هغه
خپلې وي خو ډیره ښه او که د بل چا هم وي نو ده ته د خوشهالتیا یو ډول ناڅاپي او ناخود اګاه احساس پیدا کیږي.
د بينوا ويب پاڼي درنو لوستونکو د یاد شوي ایالت یو پروفیسور بیا وایې چې ښایې د ډیرو پیسو لیدل په یوه انسان د مثبتې یا خوشهالتیا د احساس سربیره منفي اغیزي هم وشیندي.
پروفیسور کتلین ووس وایې چې که چیرته یو
کس د بل کس سره ډیري پیسې وویني نو خامخا د هغه په ټولنیز حالت منفي او ناوړه اثرات لري او بي وزله لیدونکی د
تمن کس په اړه یو ډول منفي نظر یا خپل حساسیت ښیي.