د ایرانیانو د احتجاجونو لړۍ دوام لري(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26798

دخبریدو نیټه : 2009-06-16

 

رپوټ ورکونکی میرریس جلا زی

په  ایران کې د انتخاباتو د پایلو پر ضد د احتجاج لړۍ روانه ده

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې دغه  مظاهرې کولای شي د ایران  ریښې له بیخه ولړزوي..
 په سلګونو زره کسان پرون لارو کوڅو  ته  را ووتل او د مړه د وي دیکتاتوري شعارونه یې ورکول.
په  مظاهرې کې د ډزو د اوریدو رپوټونه ورکړ شوي چې پکې  یو تن مظاهره کونکی  وژل شوی او ګڼ نور کسان ژوبل دي.
مظاهره چیانو ویل چې د ټاکنو پایلي نه مني او په دغو ټاکنو کې پراخي درغلۍ شوي دي.
په دغه ټاکنو کې میر  حسین موسوي هم شتون درلود.
هغه وویل چې نن مظاه ه چیان  د خپلو رایو د احترام  لپاره لارو کوڅو ته  راوتلي دي.
د ایران د ساتونکي شورا مشر وویل چې دوي به نن ورځي څخه د ټاکنو د پایلو په اړه څیړني پیلوي او هغه څیړني چې د کورنیو چارو وزارت له خوا تر سره شوي لومړنۍ څیړني دي .
د امریکې ولسمشر بارک اوبهاما وایې  چې دی په ایران کې  د  تیرې او تشدد څخه سخت خوا ینی شوی  دی.
اوبهاما  د احمدي نژاد په حکومت  غږ  کړی چې له زغم څخه کار واخلي.
د  بریټانیا ومړي وزیر دیوید میلبند وویل: مونږ دا حق نه لرو چې د ایران  د هیواد د برخلیک په اړه پریکړه وکړو خو دا مهم ه ده چې د دغه حساسې  موضوع په اړه یو څه  ووایو.
میلبنډ وویل چې ایراني چارواکي باید له مظاهره چیانو س ه  سخت  چلند و نه کړي او دغه ناوړه  چلند د غندلو وړ دی.
د تهران په ښار کې د مظاهره چیانو سربیره د احمدي نژاد په زرګونو پلویان هم کوڅو ته را ووتل او هغوي د لویدیځ ضد شعارونه ورکول.
د احمدي نژاد پلویانو ویل چې نړیوال باید د ایران په کورنیو چارو کې لاس وهنه و نه  کړي او په دې سره خپلي اړیکي له  ایران سره پیاوړي کړي.
اوس تر  ډیره  خبره، د هغه هیواد د ساتونکي شورا تر پریکړي پوري محدوده ده.
دغه  شورا به له یوې خوا د ټاکنو پایلي قطعي کوي او له بل لوري به د میر حسین موسوي او یوه بل پاتې  راغلي کاندید کایتونه  اوري.